د سلواغې ۲۲ د بشریت دتاریخ یوه تر ټولو ستره ورځ ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127310-د_سلواغې_۲۲_د_بشریت_دتاریخ_یوه_تر_ټولو_ستره_ورځ_ده
د ایران د پوځ قوماندان په قم کې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د جشن په دستورو کې زیاته کړه دښمنانو د وروستیو پیښو لپاره دقیقې نقشې انځور کړی وې او ځینې هیوادونه هم له یوه بل سره متحد شول او په دې لړ کې یې پروټوکولونه هم رعایت نکړل او خپل ټول کسان یې ډګر ته ورداخل کړل چی د هغو په ګومان کار تمام کړي .
(last modified 2023-02-03T07:06:49+00:00 )
Feb 03, 2023 11:35 Asia/Kabul
  • د سلواغې ۲۲ د بشریت دتاریخ یوه تر ټولو ستره ورځ ده

د ایران د پوځ قوماندان په قم کې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د جشن په دستورو کې زیاته کړه دښمنانو د وروستیو پیښو لپاره دقیقې نقشې انځور کړی وې او ځینې هیوادونه هم له یوه بل سره متحد شول او په دې لړ کې یې پروټوکولونه هم رعایت نکړل او خپل ټول کسان یې ډګر ته ورداخل کړل چی د هغو په ګومان کار تمام کړي .

د ایران دپوځ قوماندان تورن جنرال سید عبدالرحیم موسوي وویل د سلواغې ۲۲ د بشریت دتاریخ یوه تر ټولو ستره ورځ ده او یوازې په ایران ، اسلام او مقاومت جبهې پورې اړه نلري .

د ایران د پوځ قوماندان په قم کې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د جشن په دستورو کې زیاته کړه دښمنانو د وروستیو پیښو لپاره دقیقې نقشې انځور کړی وې او ځینې هیوادونه هم له یوه بل سره متحد شول او په دې لړ کې یې پروټوکولونه هم رعایت نکړل او خپل ټول  کسان یې ډګر ته ورداخل کړل چی د هغو په ګومان کار تمام کړي .

ده جوته کړه غلیمانو دا تصور کاوه چی د هیواد د داخل په ناارامولو سره خپلو هدفونو ته رسیدلې شي او په همدې دلیل یې مانورې برابرې کړې چی البته ماته یې وخوړله .

د سلواغې ۲۲ نیټه د حضرت امام خمینی رح په مشرۍ د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب ورځ ده .