د ایران اوافغانستان ځینې مطبوعات
ایران د ترکیې او سوریې د ملتونو تر څنګ ولاړ دې
اطلاعات
د ایران اکثرو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د ترکیې او سوریې ویجاړونکي زلزلې ته اشاره کړی ده او د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رییسي له لوری یې د ترکیې او سوریې له ولسمشرانو اردوغان او بشار اسد سره تماس ته اشاره کړی ده او د ښاغلی رییسي له قوله یې لیکلي دي چی ایران د ترکیې او سوریې د ملتونو تر څنګ ولاړ دې .
ورځپاڼه لیکی چی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په جلا جلا پیغامونو کښې په ترکیې او سوریې دوو دوستو او وروڼو هیوادونو کښې د زړه دردونکي زلزلې په هکله د دواړو هیوادونو ولسمشرانو او خلکو ته تسلیت ووایه.
هغه په سوریې او ترکیې کښې د زړه دردونکي زلزلې په هکله په جلا جلا پیغامونو کښې د دواړو دوستو او د وروڼو هیوادونو ولسمشرانو او خلکو ته تسلیت ووایه او د سمدستي مرستو د رسولو لپاره یې د ایران چمتووالی اعلان کړ.
اکونومیسټ لیکلی دی عربستان په ډیموکراسۍ کې تر ټولو ټیټه درجه لری .
د ایران د ارتباطاتو وزیر ویلی دی د ناهید دوه او طلوع درې سپوزمکیو مخ کتنه کیږی .
د ایران د پارس جنوبی چڼ ځای ډیر ژر پرانستل کیږي .
د اصفهان د وروستي ناکامه برید عاملین به پښيمانه شي .ورځپاڼه په دې اړه لیکی چی د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ویاند ډګر جنرال رمضان شریف ویلی دی دښمن د خپلو اقداماتو په پایلو پوهیږي چې د ایران پروړاندې هرډول اقدام به له سخت ځواب سره مخ شي.
د جنورۍ په ۲۸ مه په اصفهان ولایت کې د ایران دفاع وزارت او د وسله والو ځواکونو د ملاتړ پر یوه کارځای باندې د برید په موخه، درې ډرون الوتکو الوتنه وکړه ،چې په کمپلیکس کې د دفاعي سیسټمونو پر وخت ځواب ووایه، دا برید ناکامه شو او کومه مرګ ژوبله یې نه لرله، یوازې د یوه کارځای چت ته لږ زیان ورسېد.
په اصفهان کې د ایران دفاع وزارت پر کارځای د برید په وخت کې د دفاعي قطعاتو له خوا د ویشتل شویو ډرون الوتکو د پاتې توکو تخنیکي ازموینې، د اسلامي جمهوریت امنیتي ادارو ته مهم معلومات ورکړل. د دې ډرون الوتکې د بدن د اجزاوو، انجنونو، د برښنا رسولو او د نیویګیشن سیسټم د تحلیل او له موجوده بېلګو سره د پرتلې له لارې، د دې جوړونکي په سمه توګه ټاکل شوي او مهمې نښې په ډاګه شوي دي.
ملگروملتوویلی دی په سوریه کې له زلزله ځپلو سره مرستندویه کارونه له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دي .
کیهان
د صمت وزارت ویندوی وویل د پّارس جنوبی د 14 فاز عظیمه پروژه سل په سله د ایران جوړه ده چی ډیر ژر به پرانستل شي .
په فرانسه کې عمومي کاربندیز او ملیوني مظاهرو د دغه هیواد دوهم ستر بندر چټي کړ .
جنرال باقري وویل صیهونیسټ رژیم د مقاومت چورلیز د ملتونو ترمینځ کلابند شوی دی .
د اسلامي تایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د فرانسې سفیر ته په خطاب کسی ویلی دی چی د ایران د ټولنې حقایق په سمه منتقل کړئ . د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په تهران کښې د فرانسې د نوي سفیر نیکولا رش د باورلیک د ترلاسه کولو په دستورو کښې په فرانسې کښې د سرزورۍ د غلبې او له اسلام سره له مبارزې کولو د ملاتړ په اړه خبرداری ورکړ. په تهران کښې د فرانسې نوي سفیر نیکولا رش سپارښتنه وکړه چې د ایران د ټولنې حقایق په سم ډول د فرانسې حکومت ته انتقال کړي او زه دغه موضوع خپله اصلي دنده ګڼم.
هغه د ایران او د فرانسې ترمینځ د ملګرتیاو د پراخولو په هکله د هیلې په څرګندولو سره وویل زه د فرانسې د ولسمشر لخوا ماموریت لرم چې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو په پراختیا او اړیکو کښې د موجودو ناوړه تفاهمونو د لیرې کولو هڅه وکړم. په تیرو کلونو کښې د ایران او د فرانسې اړیکو ډیرې ټيټې هسکې لرلي دي. فرانسه له امریکا، بریتانیا، جرمني او نورو اروپايي او عربو هیوادونو سره یوځاې په ایران کښې د بلواو د زیاتو اصلي ملاتړي ګڼل کیږي.
د ترکیې اوسوریې د ویجاړونکي زلزلې د وژل شویو شمیر ۵۴۰۰ ته زیات شوی دی .
البته یادونه کوو چی دا ورځپاڼه بیګا چاپ شوی ده نو شمیر یې هم پرونې دې ، اوس د زلزلې د وژل شویو شمیر ۸۹۰۰ څخه هم زیات شوی دی .
ورځپاڼه په بل مخ لیکی چی اسلامي ایران ترکیې او سوریې ته خپل مرستندویه ټیمونه ورلیږلي دي . د ایران د اسلامي جمهوریت د درملنې او د مرستې رسولو لومړنۍ ډله د ترکیې له زلزله ځپلیو سره له بشر دوستانه مرستو سره یوځاې له تبریز څخه ترکیې ته روانه شوي ده. د ایران د بیړنۍ درملنې او د ژغورنې او د مرستې پنځوس کسان له لومړنیو مرستو او د روغتون له تجهیزاتو سره یوځاې ترکیې ته روان شول. هغه وویل د ایران له دغه کاروان سره دغه راز اته زره ټنه درمل، لومړنۍ مرستې او نور سامانونه د ترکیې زلزله ځپلیو سیمو ته واستول شول.
له بلې خوا د سوریې په شمال لویدیځ کښې په حلب ولایت کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول سلمان نواب نوري وویل پینځلس زره(۱۵۰۰۰) ګرمه ډوډۍ او خواړه په زلزله ځپلیو کسانو باندې وویشل شول. په حلب کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول سلمان نواب نوري د حلب ولایت د درملنې په مرکزونو او روغتونونو باندې د سونګو ویشل په حلب کښې د ایران د کنسولګرۍ نور فعالیتونه وبلل.
د کابل ورځپاڼۍ
یادونه کوو چی مونږه دا ورځپاڼۍ له اینټرنیټه راخلو او د محتوا مسولیت یې په غاړه نه اخلو .
کلید
د ترکیې په زلزله کې لسګونه افغانان وژل شوي . د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د تېرې دوشنبې په ورځ د ترکیې په زلزله کې تر اوسه له ۷۰څخه تر سلو افغانانو د وژنې راپورونه ورکړل شوي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل کلید ته ویلي چې په دې زلزله کې د افغانانو د سلو کورونو ویجاړېدو راپورونه هم خپاره شوي.
د تکل په خبره، لاهم دا شمېر کره نه دی او کېدای شي د وژل شویو کسانو شمېر تر دې هم لوړ شي.
بل لورته په ترکیه کې یو شمېر مېشتو افغانانو کلید راډیو ته ویلي چې ښايي افغانانو ته اوښتي تلفات تر دې هم لوړ وي.
له زده کړو بې برخې زرګونه ماشومان
د ارزگان ولایت پوهنې ریاست وايي چې په لرې پرتو سیمو کې شاوخوا سل زره ماشومان هېڅ ډول زدهکړو ته لاسرسی نهلري. لالاګل د ارزګان ولایت د سرخوم سیمې اوسېدونکی دی. نوموړی وايي، کلونه کلونه کېږي چې د دوی په سیمه کې کوم ښوونیز مرکز نشته او د سیمې ټول ماشومان له درس او تعلیم څخه محروم پاتې دي.
نوموړی زیاتوي چې د دوی د سیمې ماشومان د ورځې ډېری ساعتونه په لوبو او نورو بېګټو بوختیاوو تېروي او د سبقه له هر ډول اسانتیاوو لرې پاتې دي.
«مکتبونه او ښوونيز مرکزونه زموږ په سيمه کې نشته، زموږ زيات ماشومان چې سهار له کور څخه راووځي، دلته په لوبو بوخت دي، تعليم هغه شی دی چې زموږ ستاسو د پرمختګ لامل کېږي.»
دا یوازې د ارزګان سرخوم سیمه نهده چې د سیمې ماشومان په کې له درس او تعلیم څخه بېبرخې دي.
د ارزګان ګیزاب ولسوالۍ په شیران سیمه کې هم ورته وضعیت دی. د دغې سیمې اوسېدونکی سید نبي وايي چې هېڅ ډول خدمتونو ته لاسرسی نهلري او ټول ماشومان یې بېتعلیمه لوی شول. له دې سره سره د مرکز ترینکوټ لرې پرتو سیمو ځینې اوسېدونکي هم شکایت لري چې ماشومان یې له درسي اسانتیاوو بېبرخې دي.
د مرکز ټرینکوټ، ښورنګ او ګوګرک سیمو دوه تنه اوسېدونکي عبدالجبار او مصطفي همدا خبره کوي او وايي: «دغه غوښتنه مو د مسوولینو څخه ده چې زموږ په سيمه کې مکتب فعاله کړي، اوبه يې راته برابرې کړي او ښه ښوونکي په دندو ورته وګماري. زموږ په سيمه کې باید دغه د ښورنګ مکتب فعاله کړي.
مسیر ورځپاڼه
په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر یا یوناما ویلي، چې له زدهکړو د نجونو منع کول د زدهکړو په برخه کې د تېرو شلو کلونو اصلي پرمختګونه له منځه وړي. یوناما پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یو ځل بیا له ا.ا غوښتي، چې د نجونو پر زدهکړو لګول شوی بندیز لرې کړي. په هېواد کې له سیاسي بدلون څخه شاوخوا یونيم کال تېریږي، خو تر اوسه د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو دروازې تړلې پاتې دي. په همدې حال کې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، که حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو ته اجازه ورنه کړي نو ډېرې کورنۍ به کډوالۍ ته اړې شي؛ خو حکومت بيا وايي چې په دغه برخه کې پر يوه ميکانيزم کار روان دى.
د قطر ځانګړي استازي طالبانوله لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي .
ګوترېش: نړۍ او افغانستان کې د ناامنۍ په تړاو اندېښنې باید درک شي
د افغانستان بانک د تفتیش کمېټې رییس وایي، چې د افغانستان د شتمنیو د هغو ۳،۴ مېلیارډ ډالرو د ساتنې لپاره چې د سپټمبر د یوولسمې د برید د قربانیانو کورنیو ته ځانګړي شوي دي، اړتیا ده چې د افغانستان بانک د امریکا له قانوني شورا سره خبرې وکړي. محرابي وايي چې دغه خبرې به د امریکا په قضايي بهیر د افغانستان د شتمنیو په ساتنه کې مرسته وکړي. نوموړی وايي، مهمه ده، چې د افغانستان بانک د امریکا له یوې قانوني شورا سره خبرې وکړي څو خپلې ارزي زیرمې د امریکا له قضایي بهیره وساتي. بل خوا د طالبانو ویاند وایي کهچېرې امریکا د افغانستان شتمنۍ ازادې نه کړي، له قانوني لارو به یې د ازادولو لپاره ګام پورته کړي. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن د امریکا د استازو جرګې او مشرانو جرګې، مشرانو ته په یوه لیک کې د افغانستان د ارزي شتمنیو په تړاو د خپل فرمان د تمدید خبر ورکړی دی، چې پر بنسټ به یې ۳،۵ مېلیارد ډالره د سپټمبر د یوولسمې د پېښې قربانیانو ته ځانګړي شي.