د ایران ملت دوښمانانو ته سخته ماتي ورکړي ده
(last modified Sat, 11 Feb 2023 10:53:23 GMT )
Feb 11, 2023 15:23 Asia/Kabul
  • د ایران ملت دوښمانانو ته سخته ماتي ورکړي ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران خلکو د سلواغې د میاشتې د دوه ویشتمې نیټې د لاریون په پاییز پریکړه لیک کښې د هیواد د ټولو قومونو او دینونو ملګرتیا او د ټولو ډلو او پرګنو پیوستون او ملي وحدت او کوټلتیا او اتحاد او یو موټی والی شرعي او انقلابي دنده او دغه راز دوښمن ته د ماتي ورکولو لپاره تر ټولو مهمه سټراتیژۍ اعلان کړه.

د بیان د ازادۍ او د عقیدې د ازادۍ مدعیانو او د استکبار مشرانو ته په خطاب کښې د ایران د ملت د نن ورځې د لاریونونو په پائیز پریکړه لیک کښې چې د قران د نورانیت له خپریدا څخه د ویریدا په وجه یې له اسلام سره مقابله کول او له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو ویرول د خپلې دوښمنۍ سټراټيژۍ ګرځولي ده وویل نن سبا د قران د اسماني کتاب حقانیت د بشر په لاس د جوړو مکاتبو د  لویدیځ لالهانده انسان لپاره چې د اخلاقو او د معنویت تږی دی له مخکې څخه زیات روښانه شوی دی.

په دغه پریکړه لیک کښې ویل شوي دي نن سبا د صهیونیسټ رژیم او د جنایتکارې امریکا په مشرۍ د شیطان جبهه په یو ستر پیچلي ترکیبي جنګ کښې او د خپلو رسنیو له امپراطوریو په استفادې سره د ایران د اسلامي انقلاب د ماندګارو عناصرو د پیکه کولو کوشش کوي پر دې اساس د ایران خلک د  فکر او  د کلتور د تفکر له ټولو عناصرو او د قلم او د وینا له خاوندانو غواړي چې د اسلامي ارزښتونو او د کلتور د سوچه  او د رڼو حقایقو بیانولو او د جهاد تبین سټراټيژۍ ته په پام کولو سره د دښمن سپیرې دسیسې شنډې کړي.

د ایران خلکو په دغه پریکړه لیک کښې اروپايي هیوادونو ته خبرداری ورکړ د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک په ترهګر اعلانولو کښې تاریخي غلطۍ ونکړي ځکه چې د ایران خلک دغه کار د جنګ اعلانیدل ګڼي او په دې بڼه کښې باید له سپاه پاسداران سره په سټراټيژیکو ډګرونو او اوبلارو کښې کتنه وکړي.

د ایران خلکو د فلسطین د لبنان د سوریې او د یمن د مظلومو خلکو ملاتړ هم اعلان کړ او هغوې د سوریې او د ترکیې له زلزله ځپلیو سره خواخوږي اعلان کړه او د مړو کسانو په هکله یې تسلیت ووایه.

 

ټیګونه