د ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127876-د_ایران_او_بهرنیو_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې عزتمنو لوستونکو اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو
(last modified 2023-02-13T10:32:43+00:00 )
Feb 13, 2023 09:58 Asia/Kabul
  • د ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې عزتمنو لوستونکو اوس به د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه وکړو

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو چې مهم سرټکي یې څه دي.

د روان هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه د ایران  زیات شمیر خلک د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ساتنې او د حکومت د ملاتړ لپاره واټونو ته راووتل او سترې او بې مخینې تاریخي لاریونونه یې ترسره کړل.

دا په داسې حال کښې دي چې په فرانسې او اسرائیلو کښې هم خلک د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون او د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پرضد واټونو ته راوتلي او سترې مظاهرې یې کړي دي.

امانوئل ماکرون او بنیامین نتانیاهو دوه داسې منفور کسان دي چې له تیرو څلورو میاشتو راهسې یې خپل ټول کوششونه کړي دي چې د ایران خلک د حکومت پرضد راپاڅوي.

د رای الیوم ورځپاڼې مسوول چلونکي عبدالباري عطوان په یوې شننې کښې ولیکل د امریکا خارجه وزارت نن سبا په اینټرنیټ پاڼو او عربو ټیلي ويژن چینلونو کښې د سوریې پرضد د واشنګټن د ظالمانه کلابندۍ په دلیل د خپلې څیرې د ښه کولو لپاره بې رحمانه تبلیغات پیل کړي دي او ادعا کوي چې د امریکا بایکاټونه له زلزلې وروسته سوریې ته د بشر دوستانه مرستو خنډ نه کیږي.

دا په داسې حال کښې دي چې امریکا او لویدیځ هیوادونه یوازې د وژلې د ورانۍ د لوږې او د دړې وړې کولو پیغام راوړونکي دي.

په تیرو پینځودیرشو کلونو کښې د لومړي ځل لپاره د ترکیې او د ارمنستان ترمینځ سرحدي لاره خلاصه شوه چې د ترکیې په جنوب کښې د ورانونکي زلزلې ځپل شویو خلکو ته مرستې ورسول شي.

د غیر پوځي الوتونو د پروګرام موسسه وايي په امریکا کښې د مونتانا ایالت هوايي حریم په تیرې شنبې شپې په فضا کښې د یوه ناپيژانده شي د لیدل کیدا په دلیل وتړل شو.

دغه خبر د چین د یوه بالون له جنجال وروسته خپور شوی دی کوم چې امریکا په جنګي الوتکې سره نسکور کړی و.

په امریکا کښې د رواني روغتیا د یوه مرکز لخوا د خپرو شویو شمیرنو پراساس د دغه هیواد ښاریزو په دوه زره یویشتم میلادي کال کښې ډیرې زیاتې خودکشیانې کړي دي او ریکارډ یې مات کړی دی.

تور پوستي او سورپوستي خلک چې د امریکا د حکومت لخوا له منظمې بې عدالتۍ سره مخامخ دي تر ټولو زیاتې ځان وژنې کوي.

د چین حکومتي سرچینو د جاپان کیوډو خبري اژانس ته ویلي دي چې پیکینګ د امریکا په مقابل کښې د ځان د دفاع لپاره نیت لري تر دوه زره پینځه دیرشم میلادي کال پورې د خپلو اټومي خولیو شمیر نهه سوو ته ورسوي.

د عراق د اسلامي مقاومت غورځنګ نجبا مشر شیخ  اکرم الکعبي ټینګار وکړ چې له امریکا سره هیڅ دوستۍ نشته او د واشنګټن پوځیان باید له عراق څخه ووځي.

د ناټو پوځي تړون ویاند وویل د ناټو مشر ینس اسټولټنبرګ به خپل نهه کلن پړاو تمدید نکړي.

ویل کیږي چې هغه له پوځي حوزې څخه اقتصادي حوزې ته ورننوځي او د نړیوال بانک مشر جوړیږي.

د بحرین د فرورۍ د میاشتې د څوارلسمې نیټې غورځنګ د دغه هیواد د ولسي غورځنګ د دولسمې کلیزې په درشل کښې په یوې بیانیې کښې وویل د انقلاب لمبې به هیڅکله مړې نشي او د ال خلیفه دیکتاتور رژیم کار نور ختم دی.

د پاکستان په شمالي وزیرستان سیمه کښې په ترهګرې حملې کښې څلور کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.  

()

ګرانو دوستانو اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي درسره شریک کړو.

د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر زیاد النحاله د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ته په یوه  پیغام کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب په هکله مبارکي وویله او ټینګار یې وکړ چې مقاومت غورځنګونه د ایران په ملاتړ سره لا پسې قوي شوي دي.

د طالبانو د خارجه وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس استانکزي په کابل کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې د ستر جشن په څنډه کښې خبریالانو ته وویل چې د هیواد د انجلیو او د ښځو د کار او د زده کړې پرضد به محدودیتونه زر ختم شي.

د یمن انصار الله غورځنګ ته اړونده د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ته په یوه پیغام استولو سره د اسلامي انقلاب د څلورڅلویښتمې کلیزې په مناسبت هغه او د ایران خلکو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل د ایران د ملت مقاومت د لویدیځو هیوادونو له سلطې څخه د نورو هیوادونو او د ملتونو د ازادیدا بیلګه ده.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د روسیې له پلوي چارواکو څخه د هیواد د ادارو د پاکولو پرضرورت باندې ټینګار سره د ملي ګارډ د قومندان د ځاې ناستي د ایستلو حکم ورکړ.

د اوکراین د لوړپوړ سیاسي او د پوځي چارواکو له کارونو د لیرې کولو په دوام کښې دا ځل د هیواد د ملي ګارډ د قومندان ځای ناستی رسلان زیوبا له خپلې څوکۍ څخه لیرې کړی شو.

د فرانسې خلکو د هیواد په بیلابیلو ښارونو کښې د ولسمشر امانوئل ماکرون د متقاعد کیدا د قانون په اصلاحاتو باندې اعتراض کښې میلیوني مظاهرې وکړې.

د کار عمومي کنفیډریشن چې د فرانسې د کارګرانو او د عمومي اعتراضونو د ترسره کولو ترټولو ستره اتحادیه ده  په دغو مظاهرو کښې د خلکو د ګډون شمیر څه د پاسه پینځویشت لکه تنه اعلان کړ.

د متحده عربي اماراتو خارجه وزیر عبدالله بن زاید ال نهیان دمشق ته په سفر سره د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره کتنه او د زلزلې د اغیزونو په هکله خبرې وکړې.

هغه د سوریې په څنګ کښې په دریدا باندې ټینګار سره د دغه هیواد له زلزله ځپلیو سره د مرستو په دوام ټینګار وکړ.

د عراق د اسلامي مقاومت غورځنګ النجبا مشر شیخ اکرم العکبي وویل امریکا به تل زمونږ دوښمنه وي او هیڅ امریکايي که هغه پوځي، غیرپوځي او یا پوځي سلاکار وي په عراق کښې د شتون حق نلري.

هغه وویل د جهاد لاره دوام لري او جبهې هماغه راز فعالې دي ځکه چې دوښمن اوس هم شته.

په زرګونو صهیونیسټانو د نیواکي فلسطین په بیلابیلو ښارونو کښې د لومړي وزیر نتانیاهو او د هغه د  کابینې پرضد مظاهرې وکړې او د قضايي قوې پرضد یې هم خپل سخت اعتراض اعلان کړ.

پینځه اونۍ کیږي چې د صهیونیسټ نیواکګر رژيم د لومړي وزیر نتانیاهو پرضد د خلکو سترې مظاهرې ترسره کیږي.

د امریکا رسنیو وویل د فیډرال پولیسو ایف بي ايي مامورانو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د مرستیال مایک پنس د کور د تلاشۍ په وخت یو پټ سند کشف کړی دی.

له دې مخکې د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن په کور کښې ځینې پټ سندونه ایشوا شوي وو چې یو ستر جنجال یې رامینځته کړی و.

()

 د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې د نوبل د سولې جایزې د ګټونکې او د ماشومانو د تعلیم د حقونو  د ملاتړي، ملاله یوسفزۍ د ښوونځي د ملګرې شازیې رمضان په باب د ګورډن براون لیکنه خپره کړې ده، چې په څه ډول په پاکستان کې له تعلیم بې برخې پاتې شویو افغان نجونو ته بسپنه ټولوي.

ګورډن براون چې د برېتانیا د لومړي وزیر په توګه يې هم دنده ترسره کړې او اوس د نړیوال تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی دی لیکي، شازیه رمضان په ۲۰۱۲م کال کې د ۱۴ کلنۍ پر مهال له خپلې ملګرې ملالې یوسفزۍ سره ښوونځي ته تله.

 

کله چې پر ملالې یوسفزۍ په سوات کې حمله وشوه، شازیه هم ټپي شوه، خو د ملالۍ رغېدو میاشتې وخت ونیوه.

په ګارډین کې د ګورډن براون په لیکنه، شازیه چې اوس د برېتانیا د ایډنبرګ پوهنتون د نرسنګ په برخه کې لوړې زده‌کړې کوي، تر څنګ یې افغان نجونو ته بسپنه ټولوي.

له کله چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، نجونې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم نه‌شي کولی، په تېره ډسمبر میاشت کې طالبانو پوهنتونو ته ښځې او نجونې له تګ څخه هم منع کړې.

 

د ګورډن براون په لیکنه کې راغلي، چې دا مهال په افغانستان کې ۵ ملیونه نجونې له ښوونځیو بې‌برخې دي او په عاجل ډول ملاتړ ته اړتیا لري.

لیکوال زیاتوي، له دغو نجونو ګڼو یې خطرونه پر ځان منلي او د کابل لارو سړکونو ته په اعتراض راوتلي هم دي.

شازیې ویلي، د خپل پوهنتون په ټولګیو کې د پاکستان خیریه ادارو ته بسپنه ټولوي چې دغه ادارې په پټه خو په اغېزشیندونکي  ډول له تعلیمه د بې برخې پاتې شویو افغان نجونو مرسته کوي.

لیکوال وايي، ګڼې افغان نجونې مجبوره شوي، چې پاکستان ته واوړي او هلته د ۲۳ ملیونو نورو ماشومانو تر څنګ خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

 

()

له هندوستانه خپرېدونکي فرسټ پوسټ ورځپاڼې په دې باب لیکنه خپره کړې، چې په کابل کې د هند تر څنګ د ایران او چین پر سفارتونو د داعش د خراسان څانګې د حملو ګواښ پېښ دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې د دې کار هدف دا ښوول شوی، چې د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو اړیکې کمزورې شي.

ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د راپور یوه برخه را اخیستې چې په ‌کې ویل شوي، د داعش ترهګرې ډلې خراسان څانګې د چین، هند او ایران پر سفارتونو د دغو ټروریستي حملو خبرداری ورکړی دی.

 

له کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د ځینو حملو مسوولیت منلی دی.

د فرسټ پوسټ د مقالې لیکوال وايي، داعش ډله اوس له طالبانو سره په هغه بڼه په جګړه بوخته ده، چې یو وخت طالبان د افغانستان له تېر حکومت سره بوخت و.

لیکوال وايي، داعش به داسې ډېر ژر طالبانو ته کومه ننګونه پېښه نه‌کړي، خو بیا به هم په اوږد مهال کې د دوی حکومت ته یو خطر پېښ کړي.

 

مقاله وايي، د داعش خراسان څانګې د اګست میاشتې پر پنځمه د روسیې پر سفارت د حملې مسوولیت هم منلی دی.

په تېرې ډسمبر میاشت کې یې په کابل کې د پاکستان پر سفارت هم د حملې مسوولت ومانه او کابل کې یې پر هغه هوټل هم حمله کړې وه، چې چینايي وګړي په‌کې اوسېدل.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ګرانو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیده  نور له تاسو اجازه غواړو خوښ وسئ