د ایران د بهرنیو چارو وزیر د عراق مننه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129288-د_ایران_د_بهرنیو_چارو_وزیر_د_عراق_مننه_وکړه
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د عربستان او د ایران د ډيپلوماټیکو اړیکو د له سره پیلولو لپاره د عراق د حکومت د هڅو قدرونه وکړه.
(last modified 2023-03-10T21:01:44+00:00 )
Mar 11, 2023 01:27 Asia/Kabul
  • د ایران د بهرنیو چارو وزیر د عراق مننه وکړه

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د عربستان او د ایران د ډيپلوماټیکو اړیکو د له سره پیلولو لپاره د عراق د حکومت د هڅو قدرونه وکړه.

حسین امیر عبداللهیان د عراق د بهرنیو چارو له وزیر فواد حسین سره په ټیلي فوني خبرو کښې په تیرو وختونو کښې د عربستان او د ایران ترمینځ د نیغ په نیغه خبرو اترو د زمینې د رامینځته کولو لپاره د عراق د حکومت او د فواد د حسین د هڅو مننه وکړه.

د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر علي شمخاني هم د دوه اړخیزه اړیکو د له سره پیلولو لپاره د عربستان او د ایران د موافقې له اعلانیدا مخکې د عراق له لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني سره په ټيلي فوني تماس کښې د ایران د اسلامي جمهوریت او د عربستان د خبرو اترو د پینځو پړاونو په کوربه توب کولو کښې د بغداد د حکومت د زحمتونو قدرونه وکړه.

دغه راز په بریتانیا کښې د ایران شارډز افیر سید مهدي حسیني متین هم د دوه اړخیزه اړیکو د له سره پیلیولو لپاره د تهران او د ریاض موافقه د ګاونډیو هیوادونو او د ایران او د عربستان د ملي ګټو په لړ کښې وبلله.

هغه په دې خبرې سره چې په فارس خلیج سیمه کښې له بهرنۍ لاسوهنې پرته حقیقي امنیت او سوله رامینځته کیږي وویل ایران او عربستان د خپلو او د ګاونډیو هیوادونو د ګټو لپاره ډیر اقدامات ترسره کولای شي.