د اسرائیلو خوب په ماتي محکوم دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129388-د_اسرائیلو_خوب_په_ماتي_محکوم_دی
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړ د اسلامي ایران د ولسمشر اقتصادي مرستیال محسن رضايي د سعودي عربستان او د ایران د موافقې په هکله د صهیونیسټ رژیم د پخواني مقام ټویټر پیغام د ایران پرضد د سیمې د اتحاد لپاره د تل اویو خوب ماتي خوړلی وباله.
(last modified 2023-03-13T06:59:06+00:00 )
Mar 13, 2023 06:41 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو خوب په ماتي محکوم دی

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړ د اسلامي ایران د ولسمشر اقتصادي مرستیال محسن رضايي د سعودي عربستان او د ایران د موافقې په هکله د صهیونیسټ رژیم د پخواني مقام ټویټر پیغام د ایران پرضد د سیمې د اتحاد لپاره د تل اویو خوب ماتي خوړلی وباله.

د صهیونیسټ رژیم د پوځ په استخباراتي ادارې کښې د ایران د چارو پخواني مسئول ډنیس سیټرینویچ د ایران او د سعودي عربستان موافقه د ایران پرضد د سیمه ییز اتحاد د خوب پاې ته رسیدل بللي ده.

د ایران د ولسمشر د اقتصادي چارو مرستیال محسن رضايي وویل په سیمه کښې د ایران پرضد اتحاد یو د نه تحقق وړ خوب دی چې اسرائیل ورځ په ورځ د هغه په هکله لا پسې ناهیلی کیږي.

رضايي وویل د داسې هیواد پرضد چې په سیمه کښې متحد او د قدرت اوزار دی، قدرت یې ولسي جرړه لري او د خلکو په خدمت کښې دی او قدرتمن مشر لري هیڅ اتحاد نه رامینځته کیږي یا هماغه په پیل کښې په ماتي محکوم دی.

ایران او عربستان په تیرې جمعې ورځ په چین کښې موافقه وکړه چې له اوو کلونو  وروسته خپلې ډيپلوماټیکې اړیکې له سره پیل کړي.