د ایران چین او روسیې د ګډې سمندری مرکب مانورې اهمیّت او ځائيګی
د ۲۰۲۳کال دسمندري امنیت دکمربند مرکب مانوره ، د پنجشنبې په شپې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک،د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د سمندری ځواک ، د روسیې دسمندری ځواک او د چین دپوځ د سمندري ځواک په شتون سره د هند سمندر په شمالي سیمې کې پیل شوې ده.
ددغې مانورې هدف، د درو هیوادونو ترمنیخ دڅو اړخیزو ملګرتیاؤپراختیا او په سیمې کې ئې د بنیاد او امنیت پياوړتیا او له نړیوالې سولې، سمندری امنیت او دپه یوه ګډ راتلونکي سره د یوې سمندری ټولنې له رامینځةکیدا څخه د ګډ ملاتړ لپاره ددغو هیوادونو د توانمنیو او ښه نیّت ښودل بلل شوي د ي.
په دغې مانورې کې د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواکونو پر سطحي او هوائي یونټونو سربیره،د چین او روسیې کشتیۍ او ماکوګان هم شتون لري. د چین او روسیې په ګډون سره د ایران ترټولو وروستۍ سمندری مانوره د تیر کال د سلواغې دمیاشتې په لومړیو کې د ۲۰۲۲ کال دسمندری امنیت د کمربند د مرکب مانورې په عنوان سره ترسره شوې وه.د درو هیوادونو ګډه لومړنۍ سمندری مانوره هم څلور کاله مخکې د هند سمندر او عمان سمندر په پراخو برخو کې تر څلورو ورځو پورې ترسره شوې وه.
دا څلورم ځل دی چې ایران د دوو سترو قدرتونو په توګه له روسیې او چین سره ګډه سمندري ما نوره ترسره کوي. په همندې د لیل دغه مانوره په هغې سیمې کې په پوځي ملګرتیاؤ کې د یوې نوي معادلې دانځورولو په معنا کیدلی شي ، چې دسمندر کچ کونې د سیکوریټري او امنیتی سوئې کې له ډيرو چیلنجونو سره مخ ده.
د ایران،روسیې او چین درو واړو هیوادونو لپاره ددغې مانورې دترسره کیدا سیمه یعني د هند سمندر شمالي برخه،یوه ډیره مهمه او سټراټژيکه سیمه حسابیږي،دغه سیمه او دعمان سمندر د اوبلارو او د باب المندب ،مالاکا او هرمز تنګي د مهمو تنګیو په دلیل چې یو طلائي مثلث هم یادول کیږي،ډیر اهمیّت لري . په همدې اساس،د ایران،روسیې او چین درو سمندري ځواکونو په ۲۰۱۹کال کې هم په همدې سیمې کې یوه ګډه ستره مانوره ترسره کړې ده.
د ۲۰۲۳کال دسمندری امنیت کمربند مرکب مانورې ویندوي دوهم امیر البحر مصطفی تاج الدینی په دې باب ووئيل،د هند سمندر شمال، د دنیا له پنځو سټراټژيکو اوبلارو یا تنګیّو څخه د درو سټراټژيکو تنګَیو په مینځ کې دی ، چې په حقیقت کې ئې د نړۍپر انرژۍ سیوری غوړولی دی،او په دغې حساسې سیمې کې د تیلی او تجارتي کشتیو تګ راتګ ته په پام سره ئې دسمندری تجارت د امنیت د ټينګولو ضرورت دوه چنده کړی دی.
په عین حال کې ، د ایران ،چین او روسیې درو هیوادونو مخ په وده ملګرتیا، د امریکا لپاره هم یو پیغام حسابیږي،ځکه چې دغه هیواد، په سیمې کې د نفوذد دوام او د لاسوهنو د دوام لپاره له ډيرو پيچلتیاؤ سره مخامخ کوي. فوربز خپرونې دې ته په اشارې سره چې چین ممکنه ده ډير زر د آکوس ضده نوی پوځي ائيتلاف وړاندیز کړي ، لیکلي دي ، که ایران هم دغې پيښې ته واردشي،نو د روسیې ایټمي اوبتل ټيکنالوجي،تر هند او آرام سمندرونو پورې او لویدیځي آسیا او تر اروپا پورې غزیدلی شي.
د سټیمسَن سټراټژيک تینک ټینګ (د فکر کوټې) هم لیکلي دي،له روسیې او چین سره د ایران پوځي ملګرتیاوې او همداراز له چین سره اقتصادي اړیکې د سیمه ایز او نړیوال نظام بدلیداته د ایران یو بل ځواب دی .
پر ډې اساس په هغو مانورو کې د ایران د اسلامی جمهوریت ګډون چې د امریکا د سیالو او سترو قدرتونو په مشارکت سره ترسره کیږی،هم د ایران د منزوي کولو لپاره د امریکا د ماتې نښه کیدلی شي او هم د نړیوال امنیت او سولې په ټينګیدا کې د ایران ددفاعي او پوځي توان زیاتیدا او رول لوبونې ښودنه حسابیږي، همداراز باید به نظر کې ولرل شي چې د روسیې او چین له خوا له ایران سره د کلنۍ ګډې مانورې ترسره کیدا له ایران سره د پوځي په تیره بیا د سمندري اړیکو پیاوړتیا ته ددغو دواړو هیوادونو د جدي توجه ښودنه بلل کیږي.