امریکادبشري حقوقو په اړه د خبروکولو صلاحیت نلری
ښاغلی کنعانی په ایران کې د بشری حقوقو د وضعیت په اړه د امریکا د خارجه وزارت کلنیز راپور بی اساسه وباله او ویې ویل د امریکا دولت په نورو هیوادونو کی د بشری حقوقو د لوړو ارزښتونو په اړه د خبرو کولو هیڅ صلاحیت نلری .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی کنعانی په ایران کې د بشری حقوقو د وضعیت په اړه د امریکا د خارجه وزارت کلنیز راپور بی اساسه وباله او ویې ویل د امریکا دولت په نورو هیوادونو کی د بشری حقوقو د لوړو ارزښتونو په اړه د خبرو کولو هیڅ صلاحیت نلری .
ښاغلی کنعانی د امریکا په داخل او بهر کې د بشری حقوقو پراخو خلاف ورزیو ته په اشارې سره وویل امریکا په ریاکارانه ډول په داسې حال کی ځان د ایران د خلکو له بشری حقوقو مدافع معرفی کوی چی د ایران د ملت پرضد یې په یواړخیزه ، غیر قانونی او ظالمانه بایکاټونو سره د ایرانی ملت پرضد د بشری حقوقو ښکاره خلاف ورزیانې کړی او په دې سربیره له ترهه ګرو ډلو په ملاتړ سره د ایرانی ولس پرضد دریدلی ده .