ایران له عراق سره د همکارۍ پراختیا غواړي
په بغداد کې د ایران سفیر د تهران او د سیمې د هېوادونو ترمنځ په خبرو کې د عراق د رغنده رول لوبولو له امله په مننې سره وویل چې ایران له عراق سره د خپلو ملګرتیاوو د پراختیا هڅه کوي.
په بغداد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر«محمد کاظم آل صادق» د عراق له رسمي خبري آژانس(واع) سره په مرکه کې وویل، دواړه هېوادونه له اقتصادي اړخه د سوداګرۍ، انرژۍ او ټرانسپورټ په برخو کې ملګرتیاوې لري او په فرهنګي برخه کې هم همکاري شته چې ايران غواړي په دغو برخو کې همکاري زياته کړي.
آل صادق زیاته کړه، عراق له سیاسي اړخه د ایران د اسلامي جمهوریت او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د رغنده خبرواترو په بیا پیلولو کې مهم رول لوبولی دی.
په بغداد کې د ایران سفیر د دې په بیانولو سره چې په عراق کې حالات مخ په ښه کېدو دي، عراق په سیمه کې مخکښ رول لوبوي او ایران په سیمه کې د امنیت او سولې د ټینګښت هڅه کوي.