په وروستۍ سترې فتنې کښې مو دښمن ته ستره ماتې ورکړه
د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو د ځانګړو ځواکونو قومندان ټینګار وکړ: په وروستۍ سترې فتنې کښې چې په کامیابۍ سره مو تیره کړه، وتوانیدو چې دښمن د هغه په ټول توان او وړتیا سره، پر ځمکه ووهو.
سردار حسن کرمي وویل: زمونږ ځواکونه په هر وخت کښې له هر ډول ګواښ سره مقابلې ته تیار دي او د دې ولس دښمنان به هیڅکله پرې نږدي چې ارامښت مو خراب کړي.
د ایران د پولیسو د ځانګړو ځواکونو قومندان زیاته کړه: د هر ډول ماموریت لپاره مناسب تجهیزات لرو چې زیاتره په هیواد کښې دننه جوړیږي.
سردار حسن کرمي هم داشان وویل: هغوي خپل ټول توان میدان ته راوباسه خو په دغو عملیاتو کښې د هیواد د ځواکونو د قدرت او توان په وړاندې په ګونډو شول او مونږ بریالي شوو او هغوي و نه توانیدل چې خپلو اهدافو ته ورسیږي.
هغه زیاته کړه: دغه فتنه اچوونکي په شرمناکې ماتې سره په خپلو کښې ښکیل شول او تر مینځ یې سخت اختلافات رامینځته شول.