ایران د سوریې په دیرالزور ښار باندې د امریکې حمله وغندله
د ایران د خارجه وزارت ویاند د سوریې په دیرالزور ښار کښې په ملکي اهدافو باندې د امریکې د پوځ تیري ګره او ترهګره حمله وغندله
د امریکې بمبار الوتکو وړمه شپه د ایرالزور په ختیځ کښې په «هرابش» سیمې کښې د کلیوالې پراختیا په مرکز او د غلاتو د راغونډولو په مرکز بندې حمله کړې وه چې له امله یې په دغه ځاې اور بل شو او ستر تاوان ورورسیده.
د جمعې په ماښام بیا د مقاومت ځواکونو د دغه برید په ځواب کښې په سوریې کښې د امریکايي ترهګرو په دوو غیرقانوني اډو باندې د راکټونو او ډرونز حمله وکړه.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني بیګا وویل: د امریکې د غیرقانوني پوځي شتون دوام او د سوریې د خاورې د ځینو برخو نیواک او په دغه هیواد کښې په مختلفو اهدافو باندې حمله، د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت او د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده.
هغه د صهیونیسټي رژيم بې ثباته کوونکو اقداماتو او له دغه جعلي رژیم سره د امریکې ملګرتیا یا یې چپتیا ته په اشارې سره زیاته کړه: له داعش سره د مبارزې لپاره په سوریې کښې د شتون په هکله د امریکې ادعا چې خپله یې د دغې ډلې په جوړولو کښې لاس لرلی دی، یوازې د سوریې د انرجۍ د سرچینو او غلاتو په شمول د دغه هیواد د ملي پانګو د لوټلو او د نیواکګرۍ د دوام لپاره یوه پلمه ده.
هغه هم داشان د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې د پوځي او سیاسي چارواکو د تورونو په ردولو سره ټینګار وکړ چې امریکايي چارواکي تل بې بنیاده نه نه ثاببت شوي تورونه مطرح کوي او د هغو په بنیاد قضاوت کوي خو سپينه ماڼۍ دې پوه شي چې دا طریقه زړه شوې ده.