ترهګري، له کورني ناورینونو څخه د وتلو لپاره د صهیونیستي رژیم تګلاره
د ایران د اسلامي جمهوریت ویاند په سوریه کې د دوو ایراني پوځي سلاکارانو شهادت ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې ترهګریزې کړنې به، بې ځوابه پاتې نه شي.
علي بهادري جهرمي په خپل ټوېټر کې ليکلي دي: د ناورین په وخت کې د صهيونیستي رژيم او نورو دولتي ترهګرو عادت دا دی، چې د عامه افکارو د ګډوډولو لپاره له پولو بهر ترهګریزې کړنې ترسره کړي او اجازه ورنه کړي چې د هغوي د داخلي ژورتیاوو ستونزې روښانه شي. "ترهګریز ګامونه به بې ځوابه پاتې نشي."
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ځواک دوه پوځي سلاکاران د صهیونیستي رژیم د پوځیانو د برید له امله، د سوریې په پلازمینې دمشق کې شهیدان شول .
که څه هم د سوریې پر مرکزونو د صهیونیستي رژیم بمباري او د بشر ضد ګامونه په تېره بیا په ۲۰۱۱ میلادي کال کې په سوریې کې د کړکېچ له پیل راهیسې تراوسه دوام لري او د ترهګرو په شان موخې تعقیبوي، خو اوس دغه رژیم د خپل هېواد د کورني ناورینونو د پټولو لپاره هم له دغو بریدونو څخه کار اخلي؛ په حقیقت کې د بنیامین نتانیاهو کابینه، د دغه رژیم د کورنیو او بهرنیو سیاستونو په لاره کې د کړکېچونو رامنځته کېدو له امله، هڅه کوي چې د ایران پروړاندې د فضا د رامنځته کولو هڅې ګړندۍ کړي او د بندیزونو په کچه کې د هرډول بدلون او همدارنګه له ایران سره د سیمې د هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو مخه ونیسي.
بې له شکه چې اوسنی حالت د صهیونیستي رژیم لپاره ترټولو نازک وخت ګڼل کېږي، ځکه چې د کورني کړکیچونو پراخېدل، د مقاومت د ځواکونو د پیاوړتیا او د درېځ ټینګښت او همدارنګه په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو د مبارزو زور اخیستلو، د صهیونیستي رژیم لپاره حالات ستونزمن کړي او د ځینو کتونکو په نظر حتی دغه رژیم د ړنګېدو په درشل کې دی .
البته صهیونیستي رژیم په تېرو وختونو کې هم په تیره بیا په کورني سیاست ، بهرني سیاست ، ټولنیزو چارو او امنیتي اندېښنو په ډګرونو کې له ډېرو چیلنجونو سره مخ شوی دی، خو د نتانیاهو او د هغه د افراطي متحدانو له واک ترلاسه کولو وروسته، د دغه رژیم لپاره د کړکېچونو کچه ډېره شوې ده. له دې امله، دغه رژیم هڅه کوي چې د اشغال شویو سیمو کړکېچ له خپلو پولو بهر ته انتقال کړي او د سوریې پر خاوره وروستي بریدونه، چې د ملګرو ملتونو او د دغه سازمان د امنیت شورا له چوپتیا او بې کفایتۍ سره مل دي، په دې موخه ترسره کېږي.
له دې سره، صهیونیستي چارواکي او حتی امریکا د نیواکګر رژیم د اصلي ملاتړي په توګه په سیمه کې د دغه رژیم د ترهګریزو ګامونو له پایلو اندېښمن دي. د یدیعوت آحارانوت" ورځپاڼه چې په نیواکي سیمو کې خپرېږي، په دې اړه لیکلي: د امریکا د حکومت امنیتي او سیاسي ویره دا ده چې نتانیاهو به له کورني کړکېچ څخه د خلاصون لپاره، د فلسطین په مسأله او یا د ایران پروړاندې غیر متوازن اقدام وکړي.
په همدې حال کې، باید په یاد ولرو چې د ایران اسلامي جمهوریت تل پر سوریې باندې د صهیونیستي رژیم د بریدونو دوام د دغه هېواد له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه او د نړیوالو مقرراتو او قوانینو خلاف ورزي او د تروريزم د پياوړتيا دوام ګڼلی دی او په عين حال کې ټينګار یې کړی چې د دغه شان ترهګریز ګامونه به بې ځوابه پاتې نه شي. د بېلګې په توګه، له دې وړاندې د صهیونیستي رژیم د شرارتونو او جنایتونو په تعقیب کې، د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارنو د عراق په کردستان کې د دغه رژیم د جاسوسۍ یو مرکز په ځواکمنو توغندیو سره په نښه کړ، ترڅو صهیونیستیانو ته یو ځل بیا ثابته شي چې هغوی هېڅکله هم په سیمه کې دولتي ترهګرۍ ته له لګښت پرته دوام نه شي ورکولای.
په همدې تړاو د «العربي جدید» خبري سایټ لیکلي: اساساً، نړۍ باید د اسرائیلو په مثال کې د ترهګرۍ مفهوم له سره تعریف کړي. د اسرائیلو دوامداره جګړه نه یوازې د فلسطین بلکې د سیمې د هېوادونو لکه سوریې، لبنان او حتی ایران پروړاندې هم د سیمې د ناامنۍ او له نړیوالو قوانینو څخه د ښکاره سرغړونې لامل ګرځي. نړۍ باید د اسرائیلو پروړاندې کلک درېځ غوره کړي او د فلسطینیانو پر وړاندې د پراخ تاوتریخوالي بې اساسه توجیهات تر پوښتنې لاندې راولي. موږ باید اسرائیلو ته هماغه څه چې دقیقا دي خطاب وکړو: د دولتي ترهګرۍ یوه بېلګه.