د وري په ۲۵ نیټه د قدس ورځې لاریونونه ترسره کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130620-د_وري_په_۲۵_نیټه_د_قدس_ورځې_لاریونونه_ترسره_کیږي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د قدس د نړیوالې ورځې او د انتفاضې د کمیټۍ مشر برید جنرال رمضان شریف وویل « فلسطین د اسلامي نړۍ د وحدت چورلیز او قدس د ازادۍ په درشل »کښې د روان کال د قدس د نړیوالې ورځې د اصلي شعار په توګه انتخاب شوی دی.
(last modified 2023-04-05T00:43:24+00:00 )
Apr 05, 2023 04:47 Asia/Kabul
  • د وري په ۲۵ نیټه د قدس ورځې لاریونونه ترسره کیږي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د قدس د نړیوالې ورځې او د انتفاضې د کمیټۍ مشر برید جنرال رمضان شریف وویل « فلسطین د اسلامي نړۍ د وحدت چورلیز او قدس د ازادۍ په درشل »کښې د روان کال د قدس د نړیوالې ورځې د اصلي شعار په توګه انتخاب شوی دی.

د روژې د مبارکې میاشتې اخري جمعې ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په نوښت د قدس نړیواله ورځ نومول شوي ده.

د قدس د نړیوالې ورځې او د انتفاضې د کمیټۍ مشر برید جنرال رمضان شریف په تیرې سه شنبې ورځ په دې خبرې سره چې د روان کال د قدس د نړیوالې ورځې لاریونونه د وري د میاشتې په پینځویشتمه یعني د روژې د مبارکې میاشتې په درویشمه او د اپریل د میاشتې په دیارلسمه نیټه ترسره کیږي وویل د شب قدر له شپو سره د روان کال د قدس د نړیوالې ورځې یووالی به د اسلامي دنیا لپاره دوه چنده خیر او برکت ولري.

هغه وویل د قدس د نړیوالې ټول لاریونونه به له جوماتونو او امامباړو څخه پیل شوي او ټول خلک به بیا د  جمعې لمانځونه هم ترسره کړي.