افغانستان له ایران سره د اوبو تړون ته ژمن دی
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د اوبو او د انرژۍ وزارت وویل یوازې له ایران سره د اوبو تړون لرو او هغه ته ژمن هم یوو.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د انرژۍ او د اوبو د وزارت د پلانونې د ادارې مشر رفیع الله استانکزي په تیرې سه شنبې ورځ په هیواد کښې د اوبو د رسولو د پروژو د اجرا لپاره د دغه وزارت د پروګرامونو په بیانولو سره ټینګار وکړ افغانستان یوازې له ایران سره د اوبو تړون لري او دغه تړون ته ژمن هم دی.
د هیرمند د تړون پراساس چې په نولس سوه دوه اویایم میلادي کال کښې د ایران او د افغانستان د هغه وخت چارواکو لاسلیک کړی و د هیرمند سیند له اوبو څخه د ایران ونډه په کال کښې اته سوه شل میلیونه مکعب میټره او په یوې ثانیې کښې کابو شپږویشت مکعب میټره ده چې البته د کال په بیلابیلو میاشتو او وختونو کښې فرق کوي خو دغه تړون تراوسه نه دی اجرا شوی.
د دوه زره یویشتم میلادي کال د اګست په پینځلسمه نیټه په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د طالبانو حکومت په ځلونو د ایران د اوبو د حق په هکله د هیرمند تړون ته په خپلې پاې بندۍ ټینګار کړی دی.