صهیونیسټي رژيم په دړې وړې کیدا دی داخلی بحرانونه ئې رابرسیره شوي
(last modified Sat, 15 Apr 2023 00:53:17 GMT )
Apr 15, 2023 05:23 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژيم په دړې وړې کیدا دی داخلی بحرانونه ئې رابرسیره شوي

 د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان  روښانه کړه، دټولنې پر مدیریّت د صهیونیسټ رژیم  سلطه سره په له مینځه تلو ده او  اوس  د ایران  امنیت د ګوزار ورکولولپاره  د دوي له ناکامې هڅې وروسته ،د دوي نړیواله  انزوا  او داخلی بحرانونه  له لیرې ښکاري  او لالهانده شوي دي.

 

د  ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان د قدس نړیوالې ورځې په میلیوني لاریون کې  د ګډون ترڅنګ په یولړ څرګندونو کې  ووئيل، وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم د دړې وړې کیدا پّ حال کې دی او ددې څرګندې نښې نښانې ئې ددغه تیریګر رژيم په داخلي بحرانونو کې رابرسیره شوي دي.

زمونږخبریال راپور راکړ، د  سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سر دار حسین سلامي  پرون د د اصفهان  په نقش جهان  چوک کې  د یوم القدس په میلیوني لاریون کې پخپلو څرګندونو کې د فلسطین له مقاومت سره په ډغرې کې د صهونیسټي رژیم  کمزورتیاؤ ته په اشارې سره  ووئيل، دغه جنایتکار رژیم  د  ځوړتیا په حال کې دی  او دا رژيم مجبوره دی ،څو صهیونیسټان  د فلسطین د ولس د پاڅون له ویرې  له الاقصي جوماته لیرې وساتي.

 د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان  روښانه کړه، دټولنې پر مدیریّت د صهیونیسټ رژیم  سلطه سره په له مینځه تلو ده او  اوس  د ایران  امنیت د ګوزار ورکولولپاره  د دوي له ناکامې هڅې وروسته ،د دوي نړیواله  انزوا  او داخلی بحرانونه  له لیرې ښکاري  او لالهانده شوي دي.

سردار سلامي  ټينګار وکړ، ددښمنانو سیاسی دباؤنه او بندیزونه نه دي توانیدلي ، د ایران  ملت په سیاسی انزوا کې راولي ،بلکې  د اسلامی انقلاب د هوښیارې رهبرۍ په لارښونو او  دایران د ولس په وفادارۍ او ملاتړونو سره ،ایران تل ددښمنانو دسیسې او نقشې شنډې کړي دي.

هغه  ددې خبرې په کولو سره چې  امریکاد سیمې له سیاستونو اوس آوټ شوې  او د سیاسي سلطې  او د پښو غزولو  او دغه راز د قدرت ښودلو لپاره  هیڅ ځاي نه لري، ووئيل،  حتی د امریکا پروني متحدان  چې د دوي په سیاسي پلۀ ئې پل کیښود، اوس ورڅخه لیرې شويۍ دي.

د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان  ووئيل نن سبا امریکا نه دا چې نه غواړي ، بلکې  له صهیونیسټانو ملاتړ  نشي کولی او ددغه رژیم ناکامي دومره ښکاره  ده چې  نور په ځوړتیا  او پاښل کیدا دی.