ایران او افغانستان د اورګاډو د پټلۍ په هکله خبرې وکړې
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړ په کابل کښې د ایران د سفارت مرستیال او د هرات والي د تهران او د کابل ترمینځ د اورګاډو د پټلۍ د پراختیا په هکله خبرې او د نظر تبادله وکړه.
په کابل کښې د ایران د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي او د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار د دواړو هیوادونو ترمینځ د ریل ګاډي د پټلۍ د پراختیا په هکله خبرې او د نظر تبادله وکړه.
په دغه کتنې کښې دغه راز د سرحدي ، تجارتي او د کنسولي موضوعاګانو په اړه هم خبرې وشوې او د سرحدي مشکلاتو په حل کیدا باندې هم دواړو لورو ټینګار وکړ.
افغانستان ته د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د بریښنا د صادراتو د اندازې زیاتیدا او د افغانستان د ښاریزو لپاره د ایران لخوا د ویزو د ورکولو په چارو کښې د اسانتیا رامینځته کول هم د دواړو هیوادونو د خبرو اترو نور چورلیزونه وو.
د افغانستان د رسمي سرچینو د اعلان پراساس ایران حاضردمه د افغانستان په تر ټولو ستر تجارتي شریک باندې د بدلیدا په حال کښې دی.