Apr 17, 2023 13:30 Asia/Kabul
  • د اسلامی ایران د پوځ پر نه دریدونکي پرمختګ د اسلامی انقلاب د ستر لاښود ټينګار

د لویديځي آسیا سیمې  پر ناکراره کیدا او  ترینګلتیا سربیره ، پر پوځي قدرت او د بنیادونو پر پیاوړتیا د اسلامی انقلاب د معظم لارښود دهمیشني ټينګار په باب دلیلونه لري.

 

د  اسلامی انقلاب معظم لارښود او د ایران د درستو قواؤلوي قوماندان حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  پرون ماسپښین  د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ  د قوماندانانو او لوړپوړو مسئولانو په ټول کې ، دغه ځواک د هیواد او ملت  پیاوړي کلا وبلله اوپه  وسلوالو ځواکونو  کې ئې په دوامدار پرمختګ او خوخښت په خوښئ ښودلو سره  ووئيل، هیڅکله هم د  پیاوړتیا  او پرمختګ پر حد قانع نشئ او له ځنډ  او دریدا پرته   پرمخ لاړشئ.

ځيني په دې اند دي چې په اوسنئ نړۍ کې پوځي قدرت د  یوه هیواد د قدرتمنیدا اساس نه دی  او قدرت غیر پوځي اساس په تیره بیا اقتصادي  بنیاد لري . په مقابل کې په نړیوالو اړیکو کې رئالیسټ نظریه وړاندې کونکي په دې اند  دي چې پوځي قدرت هماغه شان د هیوادونو د قدرت ترټولو مهمه سرچینه  ده . دغه لیدتوګه په تیره بیا  د لویدیځي آسیا سیمې د هیوادونو په باب صدق کوي.

لویدیځي آسیا سیمه د نړۍ د تر ټولو ناکرارو او بلواؤ څخه په ډکو سیمو کې راځي  چې د پوځي قدرت درلودل هم د هیوادونو د امنیت درلودونکی یو شرط او هم   یوه  قدرتمنه مؤلفه ده.

د لویديځي آسیا سیمې  پر ناکراره کیدا او  ترینګلتیا سربیره ، پر پوځي قدرت او د بنیادونو پر پیاوړتیا د اسلامی انقلاب د معظم لارښود دهمیشني ټينګار په باب نور دلیلونه هم لري.

لومړی دلیل ئې  دا چې،د لویدیځي آسیا سیمې خاصو شرائطو  او همداراز د سیمې په داخلی چارو کې د لویدیځي قدرتونو پراخو لاسوهنو ته په پام سره ، په دوامدار ډول د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد   ګواښ موجود دی. پر دې سربیره ، د ایران په شاوخوا چاپیریال کې د صهیونیسټي رژيم شتون او له اسلامی ایران سره ددغه جنایتکار رژيم دښمني او همداراز په ګاونډيو هیوادونو کې د ځينو ترهه ګرو اوبیلتون غواړو ډلوټپلو شتون، هم د ایران په ضد د همیشني ګواښ سبب  دی، د اسلامی انقلاب معظم لارښود د اسلامي  ایران د پوځ  له قوماندانانو  سره په کتنې کې ټينګار کړی ، ګواښ،  هیڅکله هم  په بشپړ ډول له مینځه نه ځي .پر دې اساس باید هرڅومره چې کیدلی شي، په مختلفو شکلونو کې چمتووالی زیات شي.

دوهم دلیل دا چې ،پوځي قدرت یو هغه تر ټولو مهم علت دی چې سبب شوی  د اته کلن تپلي جنګه وروسته ،سره له دې چې دښمنانو  د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد ډير زیات او مختلف جنګونه رامینځةکړي دي،خو هیڅکله هم د پوځي جنګ په لور  ئې حرکت نه دی کړی.د ۲۰۱۸کال پشمول په وروستیو کلونو کې لږترلږه په ځينو وختونو کې او د ګلوبل هاؤک امریکائي ډرون له نسکوریدا وروسته،د امریکا پخوانی حکومت د ایران په ضد دجنګ په لټه کې ؤ.هغه څه چې سبب شوي ، د ډونالډټرمپ  حکومت  د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد له جنګه ډډه وکړه،په مختلفو اړخونو  کې په تیره بیا په توغندوي ډګر کې  د ایران پوځي قدرت ؤ.پر دې اساس ، د پوځي قدرت درلودل   د هیوادونو په ضد دجنګ د نه رامینځةکیدا لپاره یو مهم عامل دی . شمالی کوریا یو هغه مصداق دی چې د پوځي قدرت د لرلو په دلیل تر اوسه پورې د دوي په ضد کوم پوځي  اقدام نه دی شوی.

دریم دلیل  ئې هم دا  دی چې د داعش په شان نړیوال شر غواړی ځواک   تل رامینځةکیدلی شي . دغه شان ډلې ټپلې  چې  دامریکائي چارواکو په  اعتراف  ددغه هیواد  جوړه او روزل شوي او پيّلي دي،د ایران د اسلامی  جمهوریت په ضد د امریکا او ځينو لویدیځي هیوادونو   دبهرني سیاست آوزار او تالی څټي دي. د اسلامی انقلاب ستر لارښود هم په پرونۍ کتنې کې  دنړۍ په مختلفو سیمو کې  دنړیوالو شر غواړو ځو اکونو جنګ غوښتنو ته  اشاره  وکړه  او دا ئې د پوځي قدرت پر پیاوړتیا د ټينګار یو دلیل وبالۀ

وروستی ټکی دا چې،د  امنیت رامینځةکونکي هغه ځائيګي ته په پام سره  چې  وسلوالو ځواکونو  هم د دهیواد په داخل کې له داخلی بلواؤ او شخړو سره په مخامخیدا کې  او هم  د سرحدي امنیت په تامینولو او د ایران د اسلامی جمهوریت د سټراټژئ په پیاوړتیا کې ئې لري،دښمنانو  د دایران  د وسلوالو ځواکونو په شد خپل شناختي جنګ متمرکز کړی دی. د اسلامی انقلاب معظم لارښود  هم  په دغې موضوع باندې په  پوهیدا سره  هماغه شان  دپوځي قدرت د پیاوړتیا په ضرورت ټینګار کوي.

 

ټیګونه