Apr 17, 2023 14:13 Asia/Kabul
  • د ایران پوځ د هیواد دسرلوړئ  او مخه نیونې یوه ځلا ده

د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ  وسلوال  لوی درستیز  د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې  دغه ځواک د هیواد د  سرلوړئ ، امنیت،اقتدار او مخه نیونې یوه ځلا ده.

د وري د میاشتې ۲۹ یا د اپریل اتلسمه نیټه د  ایران د اسلامی جمهوریت  په کال هینداره کې د  پوځ  په ورځې نومول شوې ده.

زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د  اسلامی جمهوریت دپوځ لوي درستیز سردار محمد باقري  په دغه پیغام کې راغلي دي ، د وري دمیاشتې ۲۹نیټه  د ایران د اسلامی جمهوریت او اسلامی انقلاب په تاریخ کې په هغه ټاکونکي تاریخي وخت کې د هیواد  یوه حساسه او  لویه پيښه یاده کړې چې  هغه مهال د اسلامی انقلاب ضده  ډلګیو د فتنو  اوج  او دغه راز د نړیوال استکبار د نفوذي تالي څټو  او پيّلو  په وسیله د پوځ د ړنګیدا ګونګوسې  آوریدل کیدې ، حضرت امام خمیني  د پوځ د قدرتمنیدا ، پیاوړتیا او ساتنې فرمان صادریدا، د دښمنانو درستې دسیسې شنډې کړې او د ایران د اسلامی جمهوریت  پوځ نوزیږی شو.

سردار باقري زیاته کړه د ایران اوسمهال تاریخ  ګواهي ورکوي ، هغه څه چې په تیرو ۴۴کلونو کې ئې د هیواد  تل پاتې او کم ساری امنیت تضمین کړی او مځکنۍ بشپړتیا ئې د دښمنانو له سپيرو منګولو او ګوزاره  ساتلې ده، بې شکه  د ایران د  اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکونو په تیره بیا دپوځ  دقدرتمند او حماسی رول لوبونې  او مجاهدتونو پامته داره دي.

د ایران د پوځ لوي درسیتز روښانه کړه،په مختلفو دفاعي حزورو او ماډرن ټيکنالوجیو ته په لاس رسي  او د درستو ځواکونو په ماډرنو وسلو په سنبالتیا کې د ایران د پوځ حیرانونکي پرمختګونه  چې په ځاي او داخلی توانمنیو  او په ځان باوری روحیې باندې په تکیې سره شوي ، دښمنان ئې حک بک  او ناکامه کړي دي.

ټیګونه