فلسطیني ښځې په مقاومت کښې چورلیزي رول لوبوي
د «قدس وړومبنۍ قبله» په نامه د ښځو په ځانګړې نړیوالې غونډې کښې په مقاومت کښې د فلسطیني ښځو په چورلیزي رول باندې ټینګار وکړ
د ایران د اسلامي شورا استازې زُهره الهیان پرون په «قدس، قبله اول» په نامه د میرمنو په ځانګړې نړیوالې غونډې کښې، له صهیونیسټي ریم سره په مبارزه کښې د فلسطیني میرمنو موقعیت ته په اشارې سره وویل: په فلسطین کښې په ډیرو ښځو او ماشومانو باندې حملې وشوې او ونیوې شول.
هغې زیاته کړه: کوم کسان چې د بشري حقوقو ادعا کوي، تراوسه یې د فلسطیني ښځو په هکله چې له ظلم سره مخامخیږي، هیڅ خبره نه ده کړې او حتی د دغو جنایتونو په هکله یې یوځل هم دریځنوینه نه ده کړې او ورڅخه یې دفاع نه ده کړې.
په دغې غونډې کښې د نایجیریا اسماء مختار هم وویل: فلسطین او مسجدالاقصی د ټولو مسلمانانو لپاره اهمیت لري او په اړه یې بې تفاوته نه شو پاتې کیدې، په هغو ټولو ملاتړونو سره چې له فلسطیني ښځو څخه به یې وکړو، صهیونسټان به له مینځه لاړ شي او په دې لاره کښې په استقامت سره اودیږو.