ځینې هیوادونو کښې نن او ځینو کښې سبا کوچنی اختر دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی یوشمیر اسلامي او عربو هیوادونو نن او یوشمیر نور بیا سبا کوچنی اختر اعلان کړی.
د عراق د ستر مذهبي مرجع ایت الله سیستاني دفتر او دغه راز عمان عرب هیواد د شوال د میاشتې د نه لیدو له امکان وروسته سبا شنبې ورځ کوچنی اختر اعلان کړی دی.
د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي دفتر هم وویل پرون په هیواد کښې د شوال میاشت ونه لیدل شوه او نن دیرشمه روژه ده او سبا شنبې ورځ په ایران کښې کوچنی اختر دی.
دا په داسې حال کښې دي چې د عراق د اهل سنتو د اوقافو دیوان بیګا وویل چې په دغه هیواد کښې نن کوچنی اختر دی او د هیواد اهل سنت نن په جوماتونو کښې د کوچني اختر لمونځ کوي.
سعودي عربستان ، بحرین ، قطر ، سوریې ، متحده عربي اماراتو او ترکیې نن جمعې ورځ کوچنی اختر اعلان کړی دی.
د مصر د کویت د یمن د فلسطین د لبنان او د اردن په شان نورو عربو هیوادونو کښې هم نن کوچنی اختر اعلان شوی دی.
د نړۍ ټولو مسلمانانو ته دې دغه نیکمرغه اختر ډير ډیر مبارک وي.