۱۶ میلیونه افغانان انساني مرستو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتو د سرمنشي د بشري چارو مرستیال انساندوستانه مرستو ته د افغانستان د شپاړس میلیونه خلکو د اړتیا خبر ورکړی دی
مارټین ګریفیتس د ایران له خارجه وزیر امیر عبداللهیان سره له کتنې وروسته د خبریالانو په ټول کښې وویل: د نړۍ هیوادونو له افغانستان سره د مرستې لپاره د ۴ میلیارډه او ۶۰۰ میلیون ډالره مرستو ژمنه کړې ده خو کومې مالي مرستې چې تراوسه دغه هیواد ته لیږل شوې دي، له ژمنې ډیرې کمې دي.
په انساني چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال په افغانستان کښې د طالبانو له موقته حکومت نه وغوښتل چې د افغان میرمنو د زده کړې او کار په اړه خپل مسئولیت باندې عمل وکړي.
مارټین ګریفیتس څرګنده کړه: د افغانستان خلک هم باید د خپل هیواد په وړاندې خپله ذمه واره پوره کړي او پر خپلو پښو اودریږي چې بهر ته اړتیا ونه لري.
د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال هم داشان یمن ته د انساني مرستو د لیږلو ضرورت د ایران له خارجه وزیر سره د خپلو خبرواترو یو چورلیز وباله او ویې ویل: ترتولو مهم اقدام چې د یمن د خلکو په تیره بیا د ښځو او ماشومانو لپاره یې ترسره کولې شو، په دغه هیواد کښې د صلحې ټینګښت دی.
د ویلو ده چې مارټین ګریفیتس تهران ته راغلی دی او د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان او په سیاسي چارو کښې یې د هغه له جګ پوړي صلاحکار علي اصغر خاجي سره ملاقاتونه کړي او د مختلفو سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو په اړه یې ورسره د نظر تبادله کړې ده.