اسلامی ایران د اوکراین دجنګ  مخالف دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i131942-اسلامی_ایران_د_اوکراین_دجنګ_مخالف_دی
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي  ووئیل، ا یران په اوکراین کې د جنګ مخالف او د اوربند او سولې د ټينګیدا ملاتړی دی.
(last modified 2023-04-26T22:22:36+00:00 )
Apr 27, 2023 01:05 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران د اوکراین دجنګ  مخالف دی

د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي  ووئیل، ا یران په اوکراین کې د جنګ مخالف او د اوربند او سولې د ټينګیدا ملاتړی دی.

د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه  په یوې بې اساسه  او چټي  ادعا کې  د کسپيّن سمندرګي له لارې  روسیې  ته د ایران له خوا  د مهماتو د جوپې  دلیږد  مدعي شوې ده.

 دغه ادعا په داسې حال کې مطرح شوې ده چې  په اوکراین کې د بحران له هماغه پیله  اسلامی ایران  په کرتو  له دغه جنګ سره خپل مخالفت اعلان کړی او  په دغه جنګ کې ئې  داستفادې لپاره  روسیې د وسلو د لیږد په باب مطرح شوي ادعاګانې په زغرده رد کړي دي .

 په همدې لړ کې د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي  بیګا د اوکراین په ضد د ا ستفادې لپاره  روسیې ته د ایران د مهماتو  دلیږد  په باب د وال سټریټ ژورنال  ورځپاڼې  د وروستۍ ادعا په باب د فارس خبری آژانس  دخبریال  پوښتنې ته په ځواب کې  دغه ادعا په چورلټ ډول رد کړه.

ناصر کنعاني په دې باب ووئيل په داسې حال کې چې  جنګ غواړو   اوکراین ته د پرمختللو  وسلو په دوامدار ډول لیږلو سره د جنګ لګښت او ددغه جنګ له امله  سیاسی او مالی ګټې  خپله اصلی ټاکنه  ګرځولې ده ، او د سولې او خبرواترو لاره ئې بنده ساتلې ده ، له دوي سره اړونده ځيني رسانۍ ددغه ډول دروغجنو خبرونو په خپرولو او دودولو سره ، له ایرانه د ویرونې پلانونه او  خپل خاص سیاسی اهداف  تعقیبوي .

د ایران د خارجه وزارت ویندوي  په دې په ټينګار سره  چې د اوکراین د جنګ په باب د  اسلامی ایران   جوت او شفاف دریځ  په کرتو او بیابیا په رسمي توګه  اعلان شوی دی، یادونه وکړه ،د ایران  اسلامی جمهوریت  په اوکراین کې د جنګ مخالف او د اور بند اوسولې  دټينګیدا پلوی دی.