اسلامي ایران افغانستان ته شپیته ټنې مرستې استولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132104-اسلامي_ایران_افغانستان_ته_شپیته_ټنې_مرستې_استولي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد ولسوالۍ سرې میاشتې له ایران څخه افغانستان ته څه د پاسه شپیته ټنه بشر دوستانه مرستې استولي دي.
(last modified 2023-04-30T03:45:19+00:00 )
Apr 30, 2023 08:09 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران افغانستان ته شپیته ټنې مرستې استولي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد ولسوالۍ سرې میاشتې له ایران څخه افغانستان ته څه د پاسه شپیته ټنه بشر دوستانه مرستې استولي دي.

دغه مرستې په پینځو ټرکونو او ټریلرونو کښې  افغانستان ته استول شوي چې پکښې خوراکي مواد لکه بوره، قند، وريژې، کنسرو ماهي او د روغتیا سامانونه کمبلې او پوزي شامل وو.

دغه مرستې د ایران د سرې میاشتې ارګانونو او خیرینو له دوغارون سرحد څخه افغانستان ته استولي دي او د افغانستان د شمال او د شمال ختیځ سیمو خلکو ته یې رسولي دي.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد ولسوالۍ سرې میاشتې په تیر هجري لمریز کال کښې څه د پاسه شپیته ټنه بشر دوستانه مرستې په دوو پړاونو کښې په تایباد ولسوالۍ کښې له دوغارون ځمکني سرحد څخه د افغانستان زلزله ځپلیو او سیلاب ځپلیو سیمو ته استول شوي وې.

له افغانستان سره د دوغارون سرحدي لاره د تایباد ښار په اتلس کلومیټرۍ او د مشهد د جنوب ختیځ په دوه سوه پینځویشت کلومیټرۍ کښې پرته ده.