امریکايي اوبتل ته خبرداری؛ د ایرانیانو لخوا د تاریخ جوړونې یوه بېلګه
د ایران د سمندري ځواکونو قوماندان، امریکايي اوبتل ته د اسلامي جمهوریت خبرداري ته په اشارې سره وویل، ایرانیانو تل تاریخ جوړ کړی دی.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د سمندري ځواکونو قوماندان امیرالبحر شهرام ایراني وویل، نن د ایران په اوبو کې د اوبو سطحې ته د امریکا د اوبتلونو راوستل، د سمندري علومو د پوځي پوهنتون د استادانو او ښوونکو د هڅو پایله ده .
امیرالبحر ایراني زیاته کړه، دغه تاریخي پېښه د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ او د قدرت نښه ده، ځکه د ایران د سمندري ځواک پوځیانو له وخت ضایع کولو پرته، اوبتلونو ته ځان ورساوه او خبرداری یې ورکړ چې په هغه لاره چې دوی راغلي له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده . او باید خپلې لارې ته بدلون ورکړي.
د ایران د سمندري ځواکونو قومندان ټینګار وکړ، چې ډېرو هېوادونو د لس برابره بودیجې غوښتنه کړې، څو د ایران له سمندري ځواکونو سره برابر شي.