ایران په ۱۷۰ پوهنتونونو کې بهرني زده کړیالان جذبوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133362-ایران_په_۱۷۰_پوهنتونونو_کې_بهرني_زده_کړیالان_جذبوي
ایراني چارواکي وایي، د دغه هېواد په ۱۱۰ پوهنتونونو کې د ساینس او ټکنالوژۍ  او په ۶۰ پوهنتونونو کې د طبي زده کړو په برخه کې بهرني زده کړیالان جذبوي.
(last modified 2023-05-24T07:16:48+00:00 )
May 24, 2023 11:43 Asia/Kabul
  • ایران په ۱۷۰ پوهنتونونو کې بهرني زده کړیالان جذبوي

ایراني چارواکي وایي، د دغه هېواد په ۱۱۰ پوهنتونونو کې د ساینس او ټکنالوژۍ  او په ۶۰ پوهنتونونو کې د طبي زده کړو په برخه کې بهرني زده کړیالان جذبوي.

ایران په ۱۷۰ پوهنتونونو کې بهرني زده کړیالان جذبوي

ایراني چارواکي وایي، د دغه هېواد په ۱۱۰ پوهنتونونو کې د ساینس او ټکنالوژۍ  او په ۶۰ پوهنتونونو کې د طبي زده کړو په برخه کې بهرني زده کړیالان جذبوي.

د ایرنا د خبر له مخې، د ساینس، تحقیق او ټکنالوژۍ د وزیر مرستیال او د ایران د محصلینو د چارو د ادارې مشر«هاشم دادشپور» د چهارشنبې په ورځ په شیر کشور کې د پوهنتونونو د فارسی ژبو د مرکزونو د رئیسانو په غونډه کې وویل، پلان لري چې د راتلوونکې درې کالونو څخه تر څلور کالونو پورې د ایران په پوهنتون کې د بهرنیو زده کړیالانو شمېر له سل زرو څخه دوه نیم سوه زرو ته لوړ کړي.

دادشپور په علمي ډګرونو کې د فارسی ژبې د خپریدو په اهمیت هم ټینګار وکړ او ویې ویل: د فارسی ژبې د استادانو په مرسته باید دغه ژبه په ایران کې میشتو زده کړیالانو ته په پوهنتونونو کې تدریس شي.

د ایران د ساینس، تحقیق او ټیکنالوژۍ د وزیر مرستیال په دې خبرې سره چې نړیوال محصلین د شپږو او نهو میاشتو په موده کې د فارسي ژبې د زده کړې بهیر ته داخلیږي، زیاته کړه: د دې لپاره چې زده کړیالان وخت له لاسه ورنکړي، باید دغه هېواد ته په را داخلېدو ورته د ژبې د زده کړې سهولت برابر شي.