د عمان باچا راتلونکي یکشنبې ورځ ایران ته راځي
May 24, 2023 23:19 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د عمان حکومت وویل د دغه هیواد باچا هیثم بن طارق په راتلونکي یکشنبې ورځ د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي په بلنه د دوه ورځني سفر لپاره تهران ته راځي.
دغه سفر به په بیلابیلو نړیوالو او سیمه ئیزو ډګرونو کښې د مختلفو بدلونونو په هکله د بحث لپاره د ایران او د عمان د مشرانو ترمینځ د پرله پسې غږملتیاو او د سلامشورو په چوکاټ او د نورو برخو د پیاوړتیا لپاره چې په مختلفو زمینو کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا د موجودو اړخونو د ښه کیدا سبب کیږي ترسره کیږي.
ایران ته د عمان د باچا هیثم بن طارق دغه سفر مصر ته د هغه له سفر او د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره د هغه له کتنې څو ورځې وروسته ترسره کیږي.
ټیګونه