پاکستان د ایران د عسکرو وژله وغندله
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د باندنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په سراوان سیمه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په سرحد ساتونکو باندې وروستۍ ترهګره حمله وغندله.
د مي د میاشتې په شلمه نیټه یوشمیر ورانکارو او ترهګرو کسانو د پاکستان له خاورې په استفادې او د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي حریم په خلاف ورزۍ کولو سره په یوه ترهګر او ناځوانمردانه اقدام کښې د سراوان د سرحدي لیوا په «مزه سر» کښې په سرحدي پوستې برید وکړ چې د ایران د زړورو سرحدي ځواکونو له جانانه مقاومت سره مخامخ شو او ترهګر د پاکستان خاورې ته بیرته وتښتیدل.
په دغه نښته کښې د ایران پینځه غیرتمن سرحدي ځواکونه شهیدان او دوه نور ژوبل شول.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري پرون په اسلام اباد کښې له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې د ایران او د پاکستان د دوو ګاونډیو هیوادونو د اړیکو په مهم مقام باندې د ټینګار په ترڅ کښې وویل تهران او اسلام اباد هیڅکله اشرارو او ورانکارو کسانو ته د دوه اړخیزه اړیکو تر اغیز لاندې د وروستلو اجازه نه ورکوي.
هغه د ایران او د پاکستان د اړیکو مخ په ودې بهیر باندې د ډاډ په څرګندولو او په ګډې سرحدې سیمه کښې د ایران او د پاکستان د مشرانو وروستۍ کتنې ته په اشارې سره ټینګار وکړ اسلام اباد ژمن دی چې د ملګرتیا له لارې په متقابلو امنیتي ملاحظاتو باندې له نږدې څخه غور وکړي.