د ایران پرضد د اوکراین ادعاګانې کاملا دروغ دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133478-د_ایران_پرضد_د_اوکراین_ادعاګانې_کاملا_دروغ_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د اوکراین د ولسمشر زلنسکي د ایران ضد ادعاګانو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ د اوکراین د چټي ادعاګانو تکراریدل له لویدیځو هیوادونو د زیاتو وسله والو او د مالي مرستو د جلبولو په هدف سره سره دي.
(last modified 2023-05-27T02:48:09+00:00 )
May 27, 2023 07:13 Asia/Kabul
  • د ایران پرضد د اوکراین ادعاګانې کاملا دروغ دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د اوکراین د ولسمشر زلنسکي د ایران ضد ادعاګانو ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ د اوکراین د چټي ادعاګانو تکراریدل له لویدیځو هیوادونو د زیاتو وسله والو او د مالي مرستو د جلبولو په هدف سره سره دي.

هغه وویل د ایران پرضد د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د چټي ادعاګانو تکراریدل د ایران د ملت او د حکومت پرضد د تهران ضد د چورلیز له رسندوي او تبلیغاتي جنګ سره غږمله دي او هغه د اروپايي هیوادونو د ډیرو مالي او وسله والو مرستو د ترلاسه کولو په هدف سره دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د تهران پرضد د اوکراین د ولسمشر زلنسکي څرګندونې د عمومي افکارو د منحرفولو لپاره په نورو هیوادونو باندې د خپلې ګرمې د مسوولیت د اچولو او له بې اساسه ادعاګانو سره یوځاې سیاسي نندره وبلله او هغه یې بې ارزښته وبللې.

کنعاني وویل د ایران اسلامي جمهوریت تل ویلي دی چې د اوکراین د جنګ او د هغه د دوام مخالف دی او تهران د اوکراین د خلکو  په کړاو او درد ډیر خواشینی دی او په  چټک ډول د دغه جنګ د ختمولو لپاره د سیاسي لارو چارو د موندلو پرضرورت ټینګار لري او چمتو دی چې د دغه چارې د تحقق هڅه وکړي.

د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند کنعاني په دې خبرې باندې ټينګار سره چې د ایران پرضد سیاسي نندرې او ادعاګانې د اوکراین د جنګ  واقعیتونه نه بدلوي  له اوکراین سره د کارپيژاندو په سویه د خبرو اترو د دوام لپاره د تهران  چمتووالي ته په اشارې سره وویل په ادعاګانو د غور لپاره د ایران له حکومت سره د کارپيژاندو په سویه له خبرواترو د اوکراین د حکومت تښتیدل د کي یف د ادعاګانو د بې بنسټ توب ښودنه کوي او د ایران پرضد د داډول تورونو د لګولو ورهاخوا د خاصو سیاسي انګیزو او د هدفونو د شتون ښودنه کوي.