د منافقینو په سوځیدلې مهرې مه لوبیږئ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133528-د_منافقینو_په_سوځیدلې_مهرې_مه_لوبیږئ
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران عملیاتي مرستیال لویدیځوالو ته خبرداری ورکړ چې تیرې تجربې دې نه تکراروي او یوځل بیا دې د منافقینو په سوځیدلې مهرې لوبه نه کوي.
(last modified 2023-05-27T22:54:43+00:00 )
May 28, 2023 03:23 Asia/Kabul
  • د منافقینو په سوځیدلې مهرې مه لوبیږئ

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران عملیاتي مرستیال لویدیځوالو ته خبرداری ورکړ چې تیرې تجربې دې نه تکراروي او یوځل بیا دې د منافقینو په سوځیدلې مهرې لوبه نه کوي.

"سردار عباس نیلفروشان  " پرون لویدیځو حکومتونو ته په خبرداري سره وویل: تاسو له صهیونیسټي رژیمه پوښتنه کوې شئ چې د خپلو تیر کال د شرارتونو ځواب یې څنګه ترلاسه کړ او هم یې هره ورځ ترلاسه کوي.

د سپاه د عملیاتو مشر مرستیال زیاته کړه: د بشري حقوقو دغو مدعیانو د جنګ او جهاد په سختو ورځو کښې د کیمیاوي وسلو په لیږلو سره د دې وطن زرګونه اولادونه ووژل او تور زړي منافقین یې په خپل مرکز کښې کښینول او دا بهیر تراوسه دوام لري.

هغه وویل: د امریکې د قدرت ټولې نښې له مینځه تلې دي او یا په ختمیدو دي، د امریکې ډیموکراسۍ هم چې ورباندې به یې ویاړ کوه او ورسره یې د نړیوال نظم د اداره کولو ادعا کوله، د دغه هیواد کانګرس ته د ولسمشر د انتخاباتو په پایلو باندې د معترضو کسانو په ورننوتو سره یې سر وخوړه او د ټرمپ پلویانو د امریکې په کانګرس حمله وکړه او دا یو داسې کار و چې بدوي قبایل یې هم نه کوي.

سردار نیلفروشان هم داشان څرګنده کړه: کوم کسان چې له ښځو د ملاتړ شعار ورکوي، په خپل هیواد کښې په دې برخه کښې له خواشینونکي حالت سره مخامخ دي او ښځو ته نظر یې دومره سپک شوی دی چې حتی د امریکې ولسمشر هم د ښځو په ځورونې او جنسي تورونو تورن شوی دی.