ایران ته دعمان د سلطان سفر ډير اهمیّت لري
ټاکل شوې ده ، د عمان سلطان هیثم بن طارق آل سعید نن په همداوروستیو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر په بلنې سره په دوه ورځني سفر تهران ته راشي.
د ایران د اسلامی جمهوریت دبهرنیو اړیکو د سټراټژيکې شورا مشر ټينګار وکړ، تهران ته د عمان د سلطان سفر دفارس خلیج د حوزې د هیوادونو او ایران دمخ په وده اړیکو یوه بله نښه ده.
ټاکل شوې ده ، د عمان سلطان هیثم بن طارق آل سعید نن په همداوروستیو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر په بلنې سره په دوه ورځني سفر تهران ته راشي.
عمان له سلطان سره په دغه دوه ورځني سفر کې د هغه هیواد یو شمیر وزیران اولوړپوړي چارواکي هم ملګرتیا کوي.
د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټژيکې شورا مشر سید کمال خرازي ، تهران ته دعمان د سلطان سفر دایران او دفارس خلیج د حوزې د هیوادونو د مخ په وده اړیکو یوه بله نښه وبلله او وې وئيل، په فارس خلیج سیمې کې د امریکا او اسرا ئيلي آپارټائيډ رژیم شتون ،نه یوازې امنیت نه دی راوړی ،بلکې دسیمې لپاره به خطرناک راتلونکی هم ولري.
فارس خبری آژانس راپور ورکړ، کمال خرازي د ایران اوعربو دخبرو اترو په دوهمې غونډې پرانیستونکو دستورو کې چې د قطر د الدراسات الجزیره موسیسې او د بهرنیو اړیکو دسټراټژيکې شورا په ګډ نوښت سره په دوحې کې ترسره شوه ، ووئيل، په سیمې کې داختلافاتو حل لاره د خبرواترو له لارې ترلاسه کیدلی شي. د ایران د بهرنیو اړیکو دسټراټژيکې شورا مشر له اماراتو او کویټ سره د ایران داړیکو بیرته لوړتیا او دغه رارز له قطر ، عمان او عراق سره داړیکو پیاوړتیا ته په اشارې سره ووئيل، دغه بدلونونه د دسیمې او د خپل هیواد په ګټه له نړیوالو بدلونونو څخه په استفادې کې د سیمې دهیوادونو دبلوغت او هوښیارتیا نښه ګڼل کیږي.