امام خمینی ره وتلې مقام ته د الهی ادیانو د استازو احترام
د الهي ادیانو استازو په تهران کې د امام خمینی ره په حرم کې په حضور سره، د هغوی د وتلی مقام درناوی وکړ.
د غبرګولې د میاشتې څوارلسمه نیټه د ایران په اسلامي جمهوریت کې د اسلامي انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمینی ره له تلین سره سمون خوري.
۳۴ کاله مخکې، د اسلامي انقلاب لوی لارښود روح الله موسوی خمینی ره له ۸۷ کلونو له هڅو او مبارزاتو ډک ژوند څخه وروسته، له دې نړۍ سترګې پټې کړي او د حق لیدنې ته لاړ.
د ایرنا له راپور سره سم، د زرتشتیانو، اشوریانو ، کلیمیانو او عیسویانو په شمول د الهي ادیانو استازو د امام خمینی ره د ۳۴ تلین په درشل کې د امام په حرم کې د ګلونو د ګېډۍ په وړاندې کولو سره، د هغه د مقام درناوی وکړ.
یادو استازو یو ځلې بیا له ظلم سره د مبارزې په ډګر کې د امام خمینی ره، او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له لوړو ارمانونو سره، د پیوستون اعلان وکړ.