عبداللهیان:
ایران د نړۍ له ټولو هیوادونو سره همکاري کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: تهران د نړۍ له ټولو هیوادونو سره همکاریو ته چمتو دی، لیکن په دغه بهیر کې لومړیتوب ګاونډیو ته ورکوي.
د ایرنا له راپور سره سم، د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د دوشنبې په ورځ د پارلمان د ملی امنیت د کمیسیون له استازو سره په کتنه کې جوته کړه: په پارلماني ډګر کې متقابلې همکارۍ له شکه پرته د ایران لپاره زیاتې ګټې لري او ډیپلوماسۍ سره د مرستې لپاره په پارلمان ارزښناکه پانګې موجودې دي.
هغه زیاته کړه: پارلماني ډیپلوماسي او بهر کې میشتو ایرانیانو ته ځانګړې لید د بهرنیو چارو د وزارت په اجندا کې وه او نوی نړیوال نظم او د ایران کړچار د ملی امنیت له کمیسیون سره د ایران د استازوليو د غونډې چورلیز وو.
د ایران د اقتصادي ډیپلوماسیو مرستیال مهدی صفري هم په اقتصادي ډیپلوماسۍ کې د بهرنیو چارو د وزارت د کړچار په هکله د راپور په وړاندې کولو سره وویل: زمونږ هدف د اقتصادي ډیپلوماسۍ څخه هیواد ته د اسعارو راوړل دی چي په دې بهیر کې د ټکنالوجیو انتقال، ټرانزیت او د تېلو مارکیټینګ ته پاملرنه شوې ده.