ایران د نړۍ له ټولو هیوادونو سره همکاري کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133678-ایران_د_نړۍ_له_ټولو_هیوادونو_سره_همکاري_کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: تهران د نړۍ له ټولو هیوادونو سره همکاریو ته چمتو دی، لیکن په دغه بهیر کې لومړیتوب ګاونډیو ته ورکوي.
(last modified 2023-05-30T05:45:09+00:00 )
May 30, 2023 09:55 Asia/Kabul
  • ایران د نړۍ له ټولو هیوادونو سره همکاري کوي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: تهران د نړۍ له ټولو هیوادونو سره همکاریو ته چمتو دی، لیکن په دغه بهیر کې لومړیتوب ګاونډیو ته ورکوي.

د ایرنا له راپور سره سم، د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د دوشنبې په ورځ د پارلمان د ملی امنیت د کمیسیون له استازو سره په کتنه کې جوته کړه: په پارلماني ډګر کې متقابلې همکارۍ له شکه پرته د ایران لپاره زیاتې ګټې لري او ډیپلوماسۍ سره د مرستې لپاره په پارلمان ارزښناکه پانګې موجودې دي.

هغه زیاته کړه: پارلماني ډیپلوماسي او بهر کې میشتو ایرانیانو ته ځانګړې لید د بهرنیو چارو د وزارت په اجندا کې وه او نوی نړیوال نظم او د ایران کړچار  د ملی امنیت له کمیسیون سره د ایران د استازوليو د غونډې چورلیز وو.

د ایران د اقتصادي ډیپلوماسیو مرستیال مهدی صفري هم په اقتصادي ډیپلوماسۍ کې د بهرنیو چارو د وزارت د کړچار په هکله د راپور په وړاندې کولو سره وویل: زمونږ هدف د اقتصادي ډیپلوماسۍ څخه هیواد ته د اسعارو راوړل دی چي په دې بهیر کې د ټکنالوجیو انتقال، ټرانزیت او د تېلو مارکیټینګ ته پاملرنه شوې ده.