امریکې ته د ایران د مرکزي بانک د مشر سفر
May 30, 2023 12:56 Asia/Kabul
د ایران د مرکزی بانک عمومي مشر د پیسو د نړیوال صندوق له چارواکو سره کتنې ته، واشنګټن ته تللی دی.
د ایرنا له راپور سره سم، د ایران د مرکزي بانک عمومي مشر محمد رضا فرزین او د ملي بانک د نړیوالو چارو مرستیال محسن کریمي به په دغه سفر کې د پیسو د نړیوال صندوق له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
د ایران اسلامي جمهوریت د پیسو د نړیوال صندوق د مدیریت د کمیټې غړی وو.
د پیسو نړیوال صندوق په دې وروستیو کې د یوه راپور په ترڅ کې ۱۴۱ میلیارد ډالرو ته د ایران د کورنیو ناخالصو تولیدو یا جی ډي پي زیاتوالې ته په اشارې سره، د ایران اقتصاد په تېر میلادي کال کې د نړۍ تر ټولو دوه ویشتم لوی اقتصاد په توګه معرفي کړ.
ټیګونه