ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د مشر نائب شو
د ایران اسلامي جمهوریت د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۸ پړاو د مشر نائب او د بې وسلې کولو د کمیسیون د ريپورټر او د مشرتابه د غړي په توګه وټاکل شو.
د ایرنا له راپور سره سم، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ تیره ورځ په خپله غونډه کې په اجماع سره، په نیویورک کې د ایران استازولی یې د دې اسمبلۍ د مشر د نائب په توګه وټاکل.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشر ۵ نیابت کوونکي لري چي دغو پنځو مرستیالانو د امنیت شورا د پنځو دائمي غړو له استازو سره یوځای، د ملګرو ملتونو د غونډو د لومړیتوبونو او د اجنډا د ټاکلو دنده لري.
همدارنګه د ایران اسلامي جمهوریت د ملګرو ملتونو د بې وسلې کولو د کمیسیون د ریپورټر او د مشری د غړي په توګه هم ټاکل شوی دی.
دا په داسي حال کې دی چي امریکا په تېرو دوو اونیو کې زیاته هڅه وکړه چي د امنیت شورا او د بې وسلې کولو د کمیسیون په مشری کې د ایران د ټاکل کېدو مخنیوی وکړي.