توغندوي فعالیتونه مو د نړیوالو حقوقو په چوکاټ کې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134088-توغندوي_فعالیتونه_مو_د_نړیوالو_حقوقو_په_چوکاټ_کې_دي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د فتاح هایپرسونیک توغندی د مخکتنې په هکله د ځینو اروپایي هیوادونو لاسوهونکو وېناو ته په اشارې سره، اعلان وکړ چي د نړیوالو حقوقو په چوکاټ کې ایران د توغندوي فعالیتونو حق لري.
(last modified 2023-06-08T02:38:54+00:00 )
Jun 08, 2023 07:07 Asia/Kabul
  • توغندوي فعالیتونه مو د نړیوالو حقوقو په چوکاټ کې دي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د فتاح هایپرسونیک توغندی د مخکتنې په هکله د ځینو اروپایي هیوادونو لاسوهونکو وېناو ته په اشارې سره، اعلان وکړ چي د نړیوالو حقوقو په چوکاټ کې ایران د توغندوي فعالیتونو حق لري.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعانی چافي د لوېدیځو هیوادونو ادعاوې بې ځایه وبللې او وویل:  د ایران توغندوی فعالیتونه دفاعي دي او د نړیوالو حقوقو په چوکاټ کې مشروعیت لري.

هغه زیاته کړه: هغو هیوادونو چي خپله په سیمه ایزو او نړیوالو ډګرونو کې ورانوونکی رول لوبوي، او دایټمې وسلو د نه جوړولو په شمول نړیوالو اصولو ته ژمن نه دي، د دې حق نه لري چي د ایران د اسلامي جمهوریت د مشروع او قانوني دفاعي وړتیاو په هکله ګډې وډې خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په ټینګار سره وویل:  اسټرالیا یو غیر ایټمې هیواد دی خو سره له دې برتانیا او امریکا د ایټمې ټکنالوژۍ او د بډایه شوی یورانیوم د نه ورکولو له تړون څخه په خلافورزۍ سره د آکس په نامه د موافقې په لاسلیکولو سره، ، اسټرالیا ته ایټمې ټکنالوژۍ ورکوي او په دې زمینه کې دوه ګوني چلند کوي.

کنعانی د ایران د وسلوالو ځواکونو د لاسته راوړنو په ستاینې سره، د هغوی اقدامات له بهرني ګواښونو سره د مقابلې، مخنیوی او د اسلامي ایران له ملي امنیت څخه د دفاع په لړ کې کارنده وباله.

د ایران د اسلامي جمهوریت دفاعې نظریه، په مخنیوونکي ځواک باندې ولاړه ده او د دښمن له بریده د مخنیوی لپاره، د پیاوړي وسله والو ځواکونو او فوځي وړتیاو درلودل ډېر زیات اهمیت لري.

په همدې چوکاټ کې د ایران اسلامي جمهوریت دوې ورځې مخکې د فتاح په نامه هایپرسونیک توغندی څخه مخکتنه وکړه. تر اوسه د نړۍ په هیوادونو کې یوازې امریکا، چین او روسیه په هایپرسونیک توغندی باندې سمبال شوي دي.

د توغندی ضد دفاعي سیسټمونه د هایپرسونیک له توغندیو سره د مقابلې وړتیا نه لري.