د ایران خارجه وزارت:
توغندوي فعالیتونه مو د نړیوالو حقوقو په چوکاټ کې دي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د فتاح هایپرسونیک توغندی د مخکتنې په هکله د ځینو اروپایي هیوادونو لاسوهونکو وېناو ته په اشارې سره، اعلان وکړ چي د نړیوالو حقوقو په چوکاټ کې ایران د توغندوي فعالیتونو حق لري.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعانی چافي د لوېدیځو هیوادونو ادعاوې بې ځایه وبللې او وویل: د ایران توغندوی فعالیتونه دفاعي دي او د نړیوالو حقوقو په چوکاټ کې مشروعیت لري.
هغه زیاته کړه: هغو هیوادونو چي خپله په سیمه ایزو او نړیوالو ډګرونو کې ورانوونکی رول لوبوي، او دایټمې وسلو د نه جوړولو په شمول نړیوالو اصولو ته ژمن نه دي، د دې حق نه لري چي د ایران د اسلامي جمهوریت د مشروع او قانوني دفاعي وړتیاو په هکله ګډې وډې خبرې وکړي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په ټینګار سره وویل: اسټرالیا یو غیر ایټمې هیواد دی خو سره له دې برتانیا او امریکا د ایټمې ټکنالوژۍ او د بډایه شوی یورانیوم د نه ورکولو له تړون څخه په خلافورزۍ سره د آکس په نامه د موافقې په لاسلیکولو سره، ، اسټرالیا ته ایټمې ټکنالوژۍ ورکوي او په دې زمینه کې دوه ګوني چلند کوي.
کنعانی د ایران د وسلوالو ځواکونو د لاسته راوړنو په ستاینې سره، د هغوی اقدامات له بهرني ګواښونو سره د مقابلې، مخنیوی او د اسلامي ایران له ملي امنیت څخه د دفاع په لړ کې کارنده وباله.
د ایران د اسلامي جمهوریت دفاعې نظریه، په مخنیوونکي ځواک باندې ولاړه ده او د دښمن له بریده د مخنیوی لپاره، د پیاوړي وسله والو ځواکونو او فوځي وړتیاو درلودل ډېر زیات اهمیت لري.
په همدې چوکاټ کې د ایران اسلامي جمهوریت دوې ورځې مخکې د فتاح په نامه هایپرسونیک توغندی څخه مخکتنه وکړه. تر اوسه د نړۍ په هیوادونو کې یوازې امریکا، چین او روسیه په هایپرسونیک توغندی باندې سمبال شوي دي.
د توغندی ضد دفاعي سیسټمونه د هایپرسونیک له توغندیو سره د مقابلې وړتیا نه لري.