د دښمانانو له دسیسو سره د مقابلې لاره نه تسلیمیدل دي
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي ټینګار وکړ: د دښمانانو له دسیسو او فتنو سره د مقابلې لاره نه تسلیمیدل او شاتګ نه کول دي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پرون د اذربایجان شرقي ولایت له یوشمیر علماو، روحانیونو ، د جمعې لمانځه له خطیبانو سره په کتنه کښې د اسلامي جمهوریت د نظام د کمزوري کولو لپاره په تیرو څلورڅلویښت کلونو کښې د دښمانانو هڅو او د بلواو په هکله د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي شننې ته په اشارې سره چې دغه دسیسې یې د ایران له پرمختګ څخه د دښمانانو د غصه کیدا له کبله بللي وې یادونه وکړه او ویې ویل د ایران ملت دغه ګواښونه او بایکاټونه په فرصت باندې بدل کړل.
هغه ټینګار وکړ د ایران حکومت د هیواد د مشکلاتو ختمولو ته هوډمن دی او دښمانانو هم دغه پیغام د ولسي حکومت له کړچار څخه ترلاسه کړی دی.