معظم رهبر د ایټمې لاسته راوړنو له نندارتون څخه لیدنه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134258-معظم_رهبر_د_ایټمې_لاسته_راوړنو_له_نندارتون_څخه_لیدنه_کړې
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای د هیواد د ایټمې لاسته راوړنو له نندارتون څخه کتنه کړې ده.
(last modified 2023-06-11T07:02:58+00:00 )
Jun 11, 2023 11:31 Asia/Kabul
  • معظم رهبر د ایټمې لاسته راوړنو له نندارتون څخه لیدنه کړې

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای د هیواد د ایټمې لاسته راوړنو له نندارتون څخه کتنه کړې ده.

په یاد نندارتون کې د ایټمې ټکنالوژیو په کارولو سره،په طبي، درمل، صنعت، کرهڼه او انرژیو په ډګرونو کې د ایراني ساینس پوهانو لاسته راوړنې وړاندې شوې وې.

د ایټمې ټکنالوژی په بشپړه څرخې باندې د ایراني ساینس پوهانو پوهاوی د دې نندارتون له څانګو څخه وو، چي په هره برخه کې په جلا جلا ډول ماهرینو د اسلامي انقلاب معظم رهبر ته د لاسته راوړنو په هکله توضیحات ورکړ.

د تسنیم له راپور سره سم، حضرت ایت الله خامنه ای له یاد نندارتون څخه د کتنې پر مهال ویلي: دښمنان ۲۰ کاله کیږي چي زمونږ ایټمې پروګرام ته ننګونې رامینه کړي، ځکه چي پوهیږي ایټمي صنعت د علمي پرمختګ کیلي بلل کیږي، د ایټمې وسلو پلمه چي دښمن کاروي دروغ دی او خپله هم په دې مسالې باندې ښه پوهیږي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر یادونه کړې چي مونږ د اسلامي اصولو په خاطر نه غواړو د ایټمې وسلو په لور ولاړ شو که داسي نه وای، دښمن د ایټمې وسلو په مساله کې زمونږ مخنیوی نه شوای کولای، لکه څرنګه چي په نورو ډګرونو کې زمونږ دایټمې لاسته راوړنو په مخنیوی کې پاته راغلې دي.

ایزوتوپ تلوریوم یو له هغو لاسته راوړنو څخه بلل کیږي چي د ایران ځوان ساینس پوهانو له لورې ډیزاین او جوړ شوی دی.

دغه دستګاه د سرطان او نورو ناروغیو لپاره د درمل د جوړولو، صنعت، جیولوجي او په کرهڼیز ډګر کې کارول کېدایشي.