له ۱۸ زره څخه د زیاتو ناقانونه افغانانو ورګرځول
د ایران په شمال لوېدیځ کې د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ساتونکو قوماندان وویل: څه دپاسه اتلس زره غیرقانوني افغانان د خراسان رضوي له پولو بېرته ورګرځول شول.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د خراسان رضوي ولایت د پوله ساتو قوماندان برید جنرال«مجید شجاع» زیاته کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت په خاوره کې د بهرنیو اتباعو د غیر قانوني شتون د مخنیوي لپاره، د ایران پوله ساتو او پولیسو د شته غیر مجاز اشخاصو په پېژندلو سره، قانوني چلند ترسره کړی.
برید جنرال شجاع وویل: د تایباد سرحدي کنډک سرحدي ساتونکو په تېرو پنځلسو ورځو کې ۱۸ زره او ۹۴۳ تنه هغه افغانان چې په ایران کې دننه موجود وو او یا هم په غیر قانوني توګه هېواد ته د ننوتو پر مهال د پوله ساتو لخوا نیول شوي وو د دوغارون سرحد له لارې رد کړل او د افغانستان استازي ته یې وسپارل.
د خراسان رضوي د سرحدي ګارد قوماندان په وینا، د بهرنیو هېوادونو هر وګړی باید له قانوني لارو هېواد ته داخل شي.
د ایران اسلامي جمهوریت له څلوېښتو کلونو راهیسې د افغان کډوالو کوربه توب کړی او اوس څه دپاسه پنځه میلیونه افغان کډوال په ایران کې اوسېږی او د ایراني اتباعو په توګه د ایران په اسلامي جمهوریت کې له شته اسانتیاو څخه ګټه پورته کوي.