د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:
بحرین ډېر ژر ایران سره خپلې اړیکې رغوي
د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا د خارجه وزارت مرستیالې باربارا لیف وویل: ممکنه ده په نژدې راتلونکې کې بحرین هم ایران سره خپلې اړیکې له سره پیل کړي.
د رویټرز له راپور سره سم، لیف وویل: زمونږ له نظره بحرین به ډېر ژر ایران سره پخلا شي او له تهران سره اړیکې له سره پیل کړي.
د امریکا د خارجه وزارت مرستیالې په داسي حال کې ایران سره، د بحرین د احتمالي پخلاینې خبر ورکوي چي د ایران د خارجه وزارت ویاند څو ورځې مخکې وویل: بحرین د اړیکو د رغولو لپاره چمتووالې ښودلې ده او مونږ هم د سیمې د هیوادونو سره د اړیکو له پراختیا څخه هرکلی کوو.
د ایران د خارجه وزارت د ویاند په وېنا، د بحرین او تهران تر مینځ غیرمستقیمي خبر اترې دوام لري او ممکنه دا خبرې د ډیپلماټیکو اړیکو د رغېدو لامل شي.
د ۱۳۹۴ لمریز کال راپه دېخوا سعودي سره د ایران له ډیپلماټیکو شخړو وروسته، بحرین له تهران سره خپلې اړیکې غوڅې کړې.