بحرین ډېر ژر ایران سره خپلې اړیکې رغوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134384-بحرین_ډېر_ژر_ایران_سره_خپلې_اړیکې_رغوي
د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا د خارجه وزارت مرستیالې باربارا لیف وویل: ممکنه ده په نژدې راتلونکې کې بحرین هم ایران سره خپلې اړیکې له سره پیل کړي.
(last modified 2023-06-13T23:27:25+00:00 )
Jun 14, 2023 03:50 Asia/Kabul
  • بحرین ډېر ژر ایران سره خپلې اړیکې رغوي

د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا د خارجه وزارت مرستیالې باربارا لیف وویل: ممکنه ده په نژدې راتلونکې کې بحرین هم ایران سره خپلې اړیکې له سره پیل کړي.

د رویټرز له راپور سره سم، لیف وویل: زمونږ له نظره بحرین به ډېر ژر ایران سره پخلا شي او له تهران سره اړیکې له سره پیل کړي.

د امریکا د خارجه وزارت مرستیالې په داسي حال کې ایران سره، د بحرین د احتمالي پخلاینې خبر ورکوي چي د ایران د خارجه وزارت ویاند څو ورځې مخکې وویل: بحرین د اړیکو د رغولو لپاره چمتووالې ښودلې ده او مونږ هم د سیمې د هیوادونو سره د اړیکو له پراختیا څخه هرکلی کوو.

د ایران د خارجه وزارت د ویاند په وېنا، د بحرین او تهران تر مینځ غیرمستقیمي خبر اترې دوام لري او ممکنه دا خبرې د ډیپلماټیکو اړیکو د رغېدو لامل شي.

د ۱۳۹۴ لمریز کال راپه دېخوا سعودي سره د ایران له ډیپلماټیکو شخړو وروسته، بحرین له تهران سره خپلې اړیکې غوڅې کړې.