ایران او پاکستان د پولیسو د ګډو اړیکو پر زیاتولو موافقه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134416-ایران_او_پاکستان_د_پولیسو_د_ګډو_اړیکو_پر_زیاتولو_موافقه_وکړه
د ایران د پولیسو قوماندان اعلان وکړ  چې د پاکستان د پولیسو سره  په ګډه روزنیز، د تجربو تبادلې او د سایبر حوزې په برخه کې د مرستې او همغږۍ هوکړه کړې.
(last modified 2023-06-14T07:00:17+00:00 )
Jun 14, 2023 11:04 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان د پولیسو د ګډو اړیکو پر زیاتولو موافقه وکړه

د ایران د پولیسو قوماندان اعلان وکړ  چې د پاکستان د پولیسو سره  په ګډه روزنیز، د تجربو تبادلې او د سایبر حوزې په برخه کې د مرستې او همغږۍ هوکړه کړې.

د ایران د پولیسو قوماندان اعلان وکړ  چې د پاکستان د پولیسو سره  په ګډه روزنیز، د تجربو تبادلې او د سایبر حوزې په برخه کې د مرستې او همغږۍ هوکړه کړې.

د ایران اسلامي جمهوریت د پولیسو قوماندان احمد رضا رادان د دغه هېواد د پولیسو د عمومي قوماندانۍ په مرکز کې  د پاکستان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیر شاه زین بګټي په مشرۍ د یو لوړ پوړي نظامي او ملکي پلاوي سره ولیدل.

نوموړي د دې لیدنې پر مهال وویل: د دوه اړخیزو همکاریو په برخه کې د ایران او پاکستان ترمنځ ځآنګړې هوکړه لیکونه شوي چې په کې د سایبر حوزې، ښوونې او روزنې، تجربو تبادلې او نورو برخو کې مرستې او همغږي شامله ده.

ښاغلي رادان زیاته کړه: "په دې ناسته کې د تفاهم پر بنسټ پرېکړه وشوه، چې د نشه يي توکو، ترهګرو پر وړاندې د مبارزې او د پولو د بندولو په برخه کې ګډ عملیات ترسره کړو.

د ایران د پولیسو قوماندان دې ته په اشارې سره چې مذهبي او فرهنګي اړيکې او مشترکات په حقيقت کې د دواړو هېوادونو د ښو اړيکو نښه ده، وويل: له تروريزم او نشه يي توکو سره د مبارزې په لاره کې د اوږدو ګډو پولو او ګډو ماموريتونو شتون دغه اړيکې لاپسې پیاوړي کولی شي او د ایران پولیس غواړي له دوست او ورور هیواد پاکستان سره سیمه ییزې او بهرنۍ همکارۍ ته پراختیا ورکړي.

هغه دې ته په اشارې سره چې د نشه يي توکو سره د مبارزې په لار کې يې څه دپاسه څلور زره شهیدان او دولس زره ټپیان ورکړي، وویل، دا پرلپسې مبارزه او جدیت د دې ښودونه کوي چې ایران د نشه یي توکو د قاچاق پر وړاندې قاطع دریز لري.

د دې غونډې په څنډه کې د پاکستان د نشه ایزو موادو د کنټرول وزیر هم له نشه ایزو موادو سره په مبارزه کې د ایران له پولیسو سره په ګډې ملګرتیا خوښی څرګنده کړه او وې ویل: د نشه ایزو موادو قاچاق وړونکي ځوانان په نښه کوي او له همدې امله  ورسره مبارزه ډیره مهمه ده.