د عربستان خارجه وزیرتهران ته راورسید
ځینو عربی خبری سرچینو اعلان کړی دی چی د عربستان خارجه وزیر د اسلامی ایران د ولسمشر سید ابراهیم رییسي لپاره د عربستان د باچا ملک سلمان د هغه پیغام راړونکی دی چی د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا پورې اړه لری
د مهر خبری اژانس له راپور سره سم د عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان به تهران ته په سفر کې د اسلامی ایران له ولسمشر سید ابراهیم رییسي او نورو ایراني چارواکو سره کتنه او د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړی .
ځینو عربی خبری سرچینو اعلان کړی دی چی د عربستان خارجه وزیر د اسلامی ایران د ولسمشر سید ابراهیم رییسي لپاره د عربستان د باچا ملک سلمان د هغه پیغام راړونکی دی چی د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا پورې اړه لری .
له دې مخکې د ایران د حکومت ویندوی علی بهادری جهرمی ایران ته د عربستان د خارجه وزیر د سفر په اړه ویلی وو چی هغه به په دغه سفر کی د سفارت د پرانستلو په لړکی اقدام ترسره کړی .