د حماس په شمول تهران ته د فلسطیني مقاومت د ډلو سفر
په داسي حال کې چي د فلسطین د اسلامي جهاد د غورځنګ سرمنشي زیاد النخاله تهران کې دی، د حماس د غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه هم د یوه جګپوري پلاوی په مشري تهران ته راورسېدل.
د ایرنا له راپور سره سم، نن سهار د حماس د غورځنګ مشر اسماعیل هنیه او ورسره پلاوی د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د خبرو اترو په موخه تهران ته رارسېدلي دي.
شیخ «صالح العاروری»، داکتر «خلیل الحیه»، اینجینر «نزار عوض الله» او «محمد نصر» د حماس د جهادی غورځنګ د پلاوی نورې غړي دي.
فلسطیني رسنیو ایران ته د حماس د غورځنګ د پلاوی د سفر د موخو په هکله څه نه دي ویلی، لیکن راپورونو کې ویل شوي چي د اسلامي جهاد د غورځنګ او د حماس د غورځنګ پلاوي به د ایران له چارواکو سره، په فلسطین کې د سیاسي او فوځي مسایلو په هکله سلامشوري وکړي.