ایران د افغانستان له بیارغونې سره، د مرستو لپاره چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134788-ایران_د_افغانستان_له_بیارغونې_سره_د_مرستو_لپاره_چمتو_دی
په افغانستان کې د ایران سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازی ننګرهار ولایت ته په خپل سفر کې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی چي په مختلفو ډګرونو کې د افغانستان د بیارغونې له بهیر سره مرسته وکړي.
(last modified 2023-06-22T05:42:06+00:00 )
Jun 22, 2023 10:10 Asia/Kabul
  • ایران د افغانستان له بیارغونې سره، د مرستو لپاره چمتو دی

په افغانستان کې د ایران سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازی ننګرهار ولایت ته په خپل سفر کې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی چي په مختلفو ډګرونو کې د افغانستان د بیارغونې له بهیر سره مرسته وکړي.

د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمی تېره ورځ ننګرهار ولایت ته په سفر کې د دې ولایت له والي سره په کتنه کې د دې په بیانولو چي ایران د افغانستان له بیارغونې سره د مرستو لپاره پوره چمتو دی، زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت په مختلفو ډګرونو په تېره  بیا په کړهنیز، صنعت، اینجینرینګ او روغتیایي ډګرونو کې ښې تجروبې لري او چمتو دی چي خپله تجروبه او مسلکي پوهه له افغانستان سره، شریک کړي.

هغه یادونه وکړه چي د افغانستان پرمختګ او هوساینه د ایران او د ټولې سیمې د هیوادونو په ګټه ده، او له سیمه ایز امنیت سره مرسته کوي.

د ایران د ولسمشر ځانګړی استازې د دې په بیانولو چي ننګرهار ولایت ښه کړهنیز ظرفیتونه لري، زیاته کړه: ایران چمتو دی چي له افغان بزګرانو څخه خپل د ضرورت وړ کړهنیز محصولات رانیسي.

کاظمي قمي همدارنګه د ننګرهار د ولایت او په روغتیایي ډګر کې د ایران د مخکښ ولایت خراسان رضوي تر مینځ د همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.

د ننګرهار د ولایت سرپرست والې مولوی محمد ربانی ناصح هم په دغه کتنه کې له افغان کډوالو څخه د ایران له کوربه توب نه په مننې سره، وویل: غواړو د دواړو هیوادونو تر مینځ له ښو اړیکو استفاده وکړو او له ایران څخه غواړو چي له نړیوالې ټولنې سره، د طالبانو د سرپرست حکومت د تعامل زمینه برابره کړي.

مولوی ناصح همدارنګه د ایران د مرستو په قدرونې سره، وویل: مونږ په مختلفو ډګرونو کې او په ځانګړې توګه په کړهنیزو، روزنیزو او روغتیایي ډګرونو کې د ایران د ملاتړ د دوام غوښتونکي یو.