حضرت ایت الله خامنه ای :
اسلامي انقلاب، ایران له ځوړتیا څخه وژغورل
اسلامي انقلاب، ایران له ځوړتیا څخه وژغورل
حضرت ایت الله خامنه ای د شهیدانو له کورنیو سره په کتنه کې وویل: اسلامي انقلاب د اخلاقي، دیني او سیاسي انحرافاتو په کنده کې د ایران د غورځېدو مخنیونکی دی.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دغه ملاقات کې یادونه وکړه چي ایراني ځوانانو د انقلاب له بریا وروسته، په ټولو پېښو کې سرشیندنه کړي او د دښمنانو د توطئو په شنډولو او په فرصت باندې د ګواښونو په بدلولو سره، ایران ته عزت او سرلوړی وربخښلی دی.
هغوی شهیدان د ایران د تاریخ غوره اتلان بللي او د انساني، جهادي او ټولنیزو اړخونو او د قران شریف له نظره د شهیدانو د کورنۍ د لوړ مقام په هکله خبرې وکړې او رسنیو ته بلنه ورکړه چي د نوې نسل لپاره له شهیدانو بیلګې جوړې کړي او د هغوی یاد تل ژوندی وساتي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د شهیدانو کورنۍ مهمه وباله او د سپېڅلي دفاع، امنیت خوندي کوونکو ځواکونو او د حرم مدافعینو شهیدانو ته په اشارې سره زیته کړه: د دغو اتلانو کړچار، اخلاقي وتلې ځانګړنې او د ژوندانه طریقه د ټولنې او په تېره بیا ځوانانو لپاره بیلګه ګرځېدایشي، چي د دغه موخې په پوره کېدو کې د شهیدانو د کورنیو د خاطراتو خپراوی مهم دی.