فرانسه دې له لاس وهونکیو څرګندونو ډډه وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134936-فرانسه_دې_له_لاس_وهونکیو_څرګندونو_ډډه_وکړی
فرانسې د خلیج فارس له عبارت د استفادې په ځای دغې سیمې ته د اشارې لپاره له جالی ټکی خلیج استفاده وکړه .
(last modified 2023-06-26T05:00:17+00:00 )
Jun 26, 2023 02:19 Asia/Kabul
  •  فرانسه  دې له لاس وهونکیو څرګندونو ډډه وکړی

فرانسې د خلیج فارس له عبارت د استفادې په ځای دغې سیمې ته د اشارې لپاره له جالی ټکی خلیج استفاده وکړه .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی ناصر کنعاني د فرانسې خارجه وزارت ته سپارښتنه وکړه په ایران د تورونو لګولو په ځای له لاس وهونکیو څرګندونو ډډه وکړی .

د فرانسې خارجه وزارت پرون ادعا وکړه چی په فارس خلیج سیمه کې له چټکو بدلونونو سره په مقابله اود بی ثباتۍ سرچینه چی ایران ورته دوام ورکوی ، اروپایی اتحادیه باید په دغه سیمه کی زیات شتون ولرلې شی .

فرانسې د خلیج فارس له عبارت د استفادې په ځای دغې سیمې  ته د اشارې لپاره له جالی ټکی  خلیج استفاده وکړه .

ښاغلی کنعانی په همدې لړ کې وویل که تاسو مطلب خلیج فارس دی نوباید د هغه سم ، تاریخی او نړیوال نوم وکارول شی .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی  زیاته کړه فرانسې ته چی له فارس خلیج سیمې سره څو زره کلومیټره واټن لری ، سپارښتنه کیږی په ایران د تور لګولو په ځای له لاس وهونکیو څرګندونو ډډه وکړی .