کراچۍ ته د ایران د پوځي پلاوي سفر
د ایران اسلامي جمهوریت د پوځي پلاوي مشر د پاکستان کراچۍ ښار ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو د فراغت په مراسو او نظامي پریډ کې ګډون وکړ.
د ایران اسلامي جمهوریت د پوځي پلاوي مشر د پاکستان کراچۍ ښار ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو د فراغت په مراسو او نظامي پریډ کې ګډون وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې د امام خمینی نوشهر د سمندري علومو د پوهنتون قوماندان آریا شفقت رودسری چې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي پلاوی مشری په غاړه لري، پاکستان ته د دغه سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د سمندري ځواکونو د فراغت په مراسمو کې د ګډون سربېره د پاکستان د بحري اکاډمۍ د قوماندان محمد خالد سره هم ولیدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د تعلیمي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې دواړو لورو د ښوونې او روزنې، د محصلانو د تبادلې او د سمندري پلاوو د لیږد را لیږد په برخه کې په دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې.
د پاکستان د سمندري اکاډمۍ قوماندان د سمندري افسرانو د فراغت په مراسمو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي پلاوی د شتون څخه قدرونه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو د ژورې ملګرتیا ښه بېلګه وبلله.
د دواړو هېوادونو د سمندری ځواکونو د پلاویو د تبادلې په شمول په دفاعي، پوځی او امنیتی برخو کې د ایران او پاکستان دوه اړخیزې اړیکې په وروستیو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی.