دماوند جنګي کشتۍ د ایران د دفاعي اقتدارجلوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135264-دماوند_جنګي_کشتۍ_د_ایران_د_دفاعي_اقتدارجلوه
د دماوند دوه جنګی کشتۍ د ایران د دفاع وزارت د پوهانو او ماهرانو په همت سره د پوځ له سمندری ځواک او همداراز د ایران د پوه بنسټه شرکتونو په تعامل سره جوړه شوی ده
(last modified 2023-07-03T09:37:01+00:00 )
Jul 03, 2023 14:03 Asia/Kabul
  • دماوند جنګي کشتۍ د ایران د دفاعي اقتدارجلوه

د دماوند دوه جنګی کشتۍ د ایران د دفاع وزارت د پوهانو او ماهرانو په همت سره د پوځ له سمندری ځواک او همداراز د ایران د پوه بنسټه شرکتونو په تعامل سره جوړه شوی ده

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ  د سمندری ځواک قوماندان د دماوند دوه جنګی کشتۍ له غږه  په چټک توغندی د سنبالیدا خبر ورکړ .

امیر البحر شهرام ایرانی د ګل په ورځ دې ته په اشارې سره چی په  دماوند دوه جنګی کشتۍ کې لګیدلي ټول دفاعی تجهیزات په بشپړه ماډرن دي، زیاته کړه دغه جنګی کشتۍ چی په راتلونکیو ورځوکې د پوځ سمندری ځواک سره یوځای کیږی ، په یرغلیز او دافع هوا توغندیو سنبالیږي .

د دماوند دوه جنګی کشتۍ د ایران د دفاع وزارت د پوهانو او ماهرانو په همت سره د پوځ له سمندری ځواک او همداراز د ایران د پوه بنسټه شرکتونو په تعامل سره جوړه شوی ده . له نویو ریډاري او توغندوي پلیټ فارمونو استفاده او همداراز چلونکي او تسلیحاتي سیسټمونه  د دماوند جنګی کشتۍ ځانګړتیاوې دي .

بی شکه د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه وروسته د اسلامی ایران قدرت او پوځی اقتدار څه په سیمه او څه په نړۍ کې هره ورځ له مخکې زیات تثبیت شوی دی چی د پوځ د سمندری ځواک د شمال له بیړۍ سره د دماوند د نوی جنګی کشتۍ یوځای کیدا د دغه تثبیت یوه بیلګه او همداراز د ایران د سمندری ځواک د قدرت زیاتیدا حسابیږی .

د ایران اسلامی جمهوریت له هغو هیوادونو دی چی مناسب سمندری موقعیت لری . ایران څه د پاسه ۵۸۰۰ کلومیټره ساحلی کرښه لری اوکابو ۴۰ فیصده یې سمندری پوله ده ، دایران ۹۰ فیصده تجارت هم د سمندر له لارې ترسره کیږی . پر دې اساس د سمندری ځواک وسونه له پوځی ،دفاعی او هم له اقتصادی پلوه ډیر اهمیت لري .

د رهبرۍ ستر مقام حضرت امام خامنه ای هم په سمندری ځواک کې د دفاعی تجهیزاتو او جنګی توان هراړخیزه لوړتیا او په لیری او نړیوالو اوبو کې د سمندر کچکونې په شان د اقداماتو دوام ضروری بللی دی .

Image Caption

 

د ایران د پوځ سمندری ځواک او د اسلامی انقلاب ساتندویه ځواک د بایکاټ له شرایطو سره سره په داخلی توان او ایرانی ماهرانو په تکیې سره تل خپل وسونه زیات کړی دي او په مختلفو حوزو کې یې د بیړیوله بیارغولو ، لوړتیا او زیاتولو سره اړونده برخوکې مهم پړاونه تجروبه کړي دي . د توغندي ویشتونکیو کشتیو پراختیا ،  ډول ډول اوبو لاندې کشتیو تولید ، هوایی کشتی او همداراز د ډرون الوتکو کارول د بایکاټ په شرایطو کې د ایران د سمندری ځواک په بریاو کې شامل دی . دا په داسې حال کی  ده چی د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د سټراټیجیک سمندری ځواک په نړیوالو اوبو کې هم شتون زیات کړی دی .

څرګنده ده له هغو ټولو دباونو سره سره چی دښمنانو داسلامی ایران د پوځی پرمختګونو ددرولو لپاره اعمال کړي دي ، د د پوځ د سټراټیجیک ځواک په شمول د  ایران وسله وال ځواک توانیدلی دی خپل وسونه زیات کړي او په ماډرن تجهیزاتو سره د سمندرونو په ډګر کې شتون درلودلی دی . اوس د ایران د وسله وال ځواک په نوی  اقتدار جوړونې کې د دماوند دوه جنګی کشتۍ  له غږه په چټک توغندی سنباله شوی او د ایران د سمندری ځواک قوماندان هم ویلی دی په نوموړی جنګی کشتۍکې لګیدلي دفاعي تجهیزات په پلان شوی پروګرام سره په ټولو جنګی کشتیو کې لګول کیږي .